
غزني کې د بېلچو او د موټرو د کمانیو تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړ
غزني کې د یو میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې د بېلچو او د موټرو د کمانیو یوې نوې تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړ.
دغه کارخونه چې پر درې جریبه ځمکه جوړه شوې، په ۲۴ ساعتونو کې به د څه باندې پنځه ټنه تولید وړتیا ولري او ۴۰ تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
پانګوال غلام سرور وویل: «دغه کارخونه کې د ټېلر، مازدا، فلانکوچ، سراچې او ځینو نورو ډول ډول موټرو کمانۍ تولیدېږي. د بېلچو جوړولو برخه کې هم فعالیت کوو او ۴۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار وویل: «د صنعت او کورنیو تولیداتو وده زموږ د هېواد راتلونکی تضمینوي او زموږ هېواد د ځانبسیاینې په لور بیایي. موږ بیا هم له هېوادوالو غوښتنه کوو چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او د بهرنیو ورته تولیداتو پر ځای په خپل هېواد کې جوړ شوي توکي وکاروي.»
په دغه کارخونه کې په کار بوخت ډېری ځوانان له ایران او پاکستانه راستانه شوي دي.
دوی له پانګوالو غواړي چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي، څو هېوادوالو ته د کار زمینې برابرې شي.
د کارخونې کارګر عبدالصبور وویل: «ما پاکستان کې مزدوري کړې، ډېره سخته وه؛ یو ځای کار و، بل طرف پردی وطن و چې موږ یې ځورولو. اوس ډېر خوښ یو چې دلته د کار زمینه راته برابره شوې ده.»
بل کارګر علي حسیني وویل: «زه نهه کاله ایران کې وم، هلته کار کول ډېر سخت و. دلته چې راغلی یم ډېر خوښ یم چې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ حلاله ډوډۍ وړم.»
په ورته مهال، د غزني د صنایعو او پانګونې خونې رییس وایي، صنعتکارانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه په دغه ولایت کې د لویو او کوچنیو صنعتي فعالیتونو لپاره پنځه صنعتي پارکونه منظور شوي، چې له ډلې یې په یوه کې د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده او پاتې نور به هم په نږدې وخت کې د صنعتکارانو پر مخ پرانیستل شي.
د غزني د صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالرحمان احمدي وویل: «د غزني لپاره پنځه صنعتي پارکونه منظور شوي چې له ډلې یې په یوه کې د ځمکو وېش پیل شوی دی. د دوو نورو پارکونو، چې یو د غزني ښار او بل په قرهباغ ولسوالۍ کې دی، د ځمکو د لېږد بهیر به په نږدې وخت کې بشپړ شي.»
د غزني د صنایعو او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د تولید په برخه کې له سلو زیاتې کارخونې فعالیت لري چې نږدې ۴۰ یې په تېرو پنځو کلونو کې فعالې شوې دي.
لومړی نظر وکړئ on "غزني کې د بېلچو او د موټرو د کمانیو تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړ"