فرانسه: د معیوبينو په هستوګنځای کې اورلګېدنې ۹ تنه مړه کړي

فرانسه: د معیوبينو په هستوګنځای کې اورلګېدنې ۹ تنه مړه کړي
فرانسه: د معیوبينو په هستوګنځای کې اورلګېدنې ۹ تنه مړه کړي

د فرانسه په لويديځ کې د معیوبو ځوانانو یوه ډله چې په رخصتۍ وتلي ول، د اوسېدو په ځای کې ېې اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې لږ تر لږه ۹ کسان په کې مړه شوي دي. د دوو نورو لادرکه کسانو په هکله هم اندېښنه ده چې مړه شوي به وي.

په سيمه کې د ژغورنې د ادارې مشر وويل چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اگست ۹ نېټه) د وينزينهایم په نوم ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده. دغه ښارګوټې د فرانسې په لويديځه سیمه هاوت-هایم کې واقع دی. سیمیزې ادارې ويلي دی چې اورلګېدنه د سهار په ۶ بجو او ۳۰ دقیقو رامنځ ته شوه.

د اوروژنې ادارې د ژغورنې ډلې مشر، ډګرمن فیليب هاویلر، وويل چې دوی د دوو نورو لادرکه کسانو چې په احتمال سره په دغه اورلګېدنه کې به مړه شوي وي، د موندلو هڅې کوي.

چارواکي وايي د پېښې له ځایه ۱۷ کسان تخلیه شوي هم دي چې په هغو کې يو تن شديد ټپي شوی چې روغتون ته لیږدول شوی دی.

ډګرمن هاویلر وويل چې دغه افراد د وینزينهایم ښارګوټي په يو شخصي هستوګنځای کې اوسېدل او یوازې هغه کسان چې د کور د ځمکې سر په پوړ کې اوسېدل، له اوره په تېښته بریالي شوي دي.

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، هاویلر زیاته کړه چې ۱۱ مړه شوي کسان د ساختمان په پورتني پوړ او د دوو پوړونو تر منځ یوه زينه کې چې د اورلګېدنې په جریان کې غورځېدلې، بند پاتې شوي ول.

د فرانسه ولسمشر، امانويل ماکرون، هم پر ټوېټر د پيښې د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره خواخوږي ښودلې دې. هغه له امنيتي چارواکو او اطفائې څخه مننه کړې ده.

د فرانسه صدراعظمې، الیزابت بورنه، پر ايکس شبکې چې په ټويټر هم پېژندل کيږي، ويلي دي چې هغه د پېښې ځای ته روانه شوې ده. د اوروژنې ادارې په یوه اعلاميه کې ويلي دي اور په کنټرول کې راوستل شوی دی.

د سېمې امنيتي مشر، کریستوف ماروت، فرانسوي خبري شبکې، فرانس انفو، ته وويل په دغه پېښه کې ۱۰ تنه «د لږ فکري معلوليت» لرونکو ځوانان مړه شوي او باور پر دې چې یو کس چې له دغې ډلې سره ېې همکاري کوله هم مړ شوی دی.

د هاوت-راين سېمېزې ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي چې د پېښې قربانیان په اصل کې د فرانسه په غربي ښار، ننسي، کې اوسېدل، خو د خپلې رخصتۍ پر مهال ېې په دغه ساختمان کې اړولي ول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "فرانسه: د معیوبينو په هستوګنځای کې اورلګېدنې ۹ تنه مړه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*