په ناګورنو قره باغ کې د پوځي عملیاتو ۲۴ ساعته وروسته پر اوربند موافقه وشوه

وروسته له هغې چې اذربایجان په ناګورنو قره باغ کې د “ترهګرۍ ضد” عملیات پیل کړل، د دغې اکثریت ارمني میشتې سیمې چارواکو د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۲۰ (وږي۲۹مه) د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په منځګړیتوب پر اوربند موافقه وکړه.

دغه عمليات له څو مياشتو تاوتريخوالي او په قره باغ کې د ماين په چادونه کې د شپږو اذربايجانيانو له وژل کېدو څو ساعته وروسته پيل شول. باکو د دې پېښې پړه پر ارمنستاني بېلتون غوښتونکو اچوي.

بلخوا ارمنستاني چارواکو ویلي، په ناګورنو قره باغ کې د اذربایجان لخوا د “ترهګرۍ ضد” په نوم د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې، چې د چهارشنبې تر ورځې یې دوام درلود، لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان دي.

په ورته وخت کې د اوربند په موافقه کې، د بېلتون غوښتونکو ارمني توکمه ځواکونو د بې وسلې کولو او له یادې سیمې څخه د هغوی د بشپړ وتلو غوښتنه شوې ده.

همدا راز په پام کې ده چې د اذربایجان چارواکي او په ناګورنو قره باغ کې د میشتو ارمنيانو استازي د د پنجشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۱مه) د اذربایجان په یولاخ ښار کې د دغه سیمې د راتلونکې په اړه خبرې اترې وکړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم پنجشنبې په ورځ په سیمه کې د وضعیت په اړه بیړنۍ غونډه کوي.

نړیوالو په تیره بیا د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس او روسیې د ناګورنو قره باغ په سیمه کې د جګړې د بندیدو او د سولې د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې او له ټولو ښکیلو لورو یې وغوښتل چې په سیمه کې د اوږدمهاله سولې د راوستلو په هڅو تمرکز وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ(‌سپټمبر۱۹مه) د اذربایجان له ولسمشر الهام علیوف او د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د اذربایجان له ولسمشر سره په دغه ټیلیفوني خبرو اترو کې ویلي، چې د ناګورنو قره باغ مسله پوځي حل نلري او اذربایجان باید په دغه سیمه کې له ارمني میشتو سره “د پام وړ اختلافاتو لپاره خبرې اترې بیا پیل کړي.”

همدا راز په یوې خبرپاڼه کې چې د اذربایجان د ولسمشر دفتر خپره کړې، ویل شوي، که چیري که ارمني جنګیالي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، نو اذربایجان به په یاده سیمه کې پوځي عملیات ودروي.

بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بلینکن د ارمنستان له صدراعظم سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه “د ارمنستان د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ کوي.”

اذربایجان او ارمنستان د ناګورنو قره باغ سیمې د کنټرول پر سر چې په نړیواله کچه د اذربایجان یوه برخه بلل کیږي، خو اکثریت وګړي یې ارمنیان دي، دوه ځلې جګړې کړي دي.

په ۲۰۲۰م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو میاشتنۍ جګړه د روسیې په منځګریتوب د یوه اوربند په ټینګیدو سره پای ته ورسیده. په هغه جګړې کې ارمنستان یو شمېر سیمې چې د څو لسیزو راهیسې ددغه هېواد تر کنټرول لاندې وو،‌ پریښودلې.

د اروپايي ټولنې او امریکا په منځګړیتوب د باکو او ایروان ترمنځ د سولې د خبرو له دوام سره سره، ددغه دواړو هېوادونو په ګډه پوله کې پرله پسې نښتې شوي دي.

ارمنستان او اذربایجان وړاندې تر دې چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پخواني شوري اتحاد له منځه ولاړ شي د دې اتحاد غړي جمهوریتونه وو، چې وروسته یې خپلواکۍ واخیستې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په ناګورنو قره باغ کې د پوځي عملیاتو ۲۴ ساعته وروسته پر اوربند موافقه وشوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*