قطر، برېټانیا، کاناډا: د افغاستان ستونزې حل لارنقشه غواړي

په ملګرو ملتونو کې د کاناډا، قطر او برېټانیا د استازولیو له لوري د افغانستان حکومت او په افغانستان کې د ښځو د حکومتولۍ تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوې.

په دغه غونډه کې د هېوادونو استازو او د ملګرو ملتونو ځانګړو همغږي کوونکو ټینګار کړی چې د افغانستان په تړاو هر ډول بیړنی اقدام باید یوه روښانه لارې نقشه ولري.

په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې، آلیا احمد سیف الثاني لیکلي، « قطر، کاناډا او برېټانیا د افغان حکومت او په افغانستان کې د ښځو د حکومتولۍ په تړاو د ګډې غونډې ریاست پر غاړه درلوده. په دغې غونډه کې مو د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو خپلواکه ارزونه چي له مخې یې یوه منسجمه او متحده کړنلاره وړاندې کېدای شي، واورېده.»

د فریدون سینیرلي اوغلو په راپور کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په موخه پر سیاسي خبرو اترو هم ټينګار شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر و ویل:« ټولګډونه حکومت تر دې دمه تعریف شوی نه دی، که اسلامي امارت ادعا کوي چې حکومت یې ټولشموله دی داسې نه ده. دا په دې مانا نه ده چې حکومت کې باید پښتانه، تاجیکان، هزاره او ازبیکان وي. اوس چې په حکومت کې کوم چارواکي دي ټول د طالبانو اړوند دي.»

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني و ویل:« یو لویه جرګه باید جوړه شي چې د ترکیې کنفرانس پر ځای وي چې پکې د هېواد ټول خلک موجود او د خپل هېواد د راتلونکو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې په پایله کې یې ټولګډونه حکومت هم رامنځته شي.»

په ملګرو ملتونو د کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست هم ټينګار کړی چې داسې یوې محتاطانه کړنلارې ته اړتیا ده چې د افغانانو ګټې پکې خوندي وي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق لیکلي، «موږ د یوې داسې خپلواکې ارزونې هرکلی کوو چې یوه منسجم او همغږي کوونکي نړۍوال تعامل ته په کتو د یوې لارې نقشې له مخې د ټولو ښکیلو خواو د ژمنو د پایلو د روښانه درک پر بنسټ پر عمل کولو ټینګار وکړي.»

خو اسلامي امارت د دغه ډول غونډو د جوړېدو په تړاو وايي، په دا ډول غونډو کې که د اسلامي امارت استازی حضور و نه لري نو هیڅ ډول لارې نقشه به پایله ور نه کړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «که په غونډو کې د اسلامي امارت استازی نه وي او بهرنیان د افغانستان په اړه پرېکړې کوي او لار نقشې جوړوي نو ښکاره ده چې پایله به هم نه ورکوي. دا لار نقشه هم نه ده او ناکامیږي.»

کاناډا د دغې توجیهي غونډې مشري پر غاړه درلوده.

تر دې مخکې، په بهر کې د سرپرست حکومت ځينو مخالفو څېرو د سینیرلي اوغلو د دغه راپور ځینې برخې زیانمنې کوونکې بللې وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "قطر، برېټانیا، کاناډا: د افغاستان ستونزې حل لارنقشه غواړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*