له ايرانه تر زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

له ايرانه تر زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي
له ايرانه تر زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویلي، دغه کډوال په تېرو دوو ورځو کې د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي.

 د کډوالو چارو وزارت پر د ټولنیزو رسنیو پر ايکس شبکه چې مخکې ټويتر بلل کیده، لیکلي چې له ایرانه یو زر او ۱۶ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول.  د وزارت له خوا زياته شوې: «د هرات ولايت د اسلام قلعې سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو، چې له ډلې يې ۵۵۸ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورسره وشوې.»

افغان چارواکو نه دي ویلي چې دغه کډوال په خپله خوښه ستانه شوي او که دایران حکومت په اجباري ډول شړلي، خو ایران له تېرو څو کلونو د هغو افغان کډوالو په زور اېستلو لړۍ پيل کړې چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د افغانستان حکومت نېږدې هره اونۍ له پاکستان او ایران څخه د زرګونوافغان کډوالود ورستنېدو خبر ورکوي، د رپوټونو له مخې دا هغه افغانان دي چې پاکستان او ایران یې په زور له دغو هېوادونو باسي.

د افغانستان حکومت د کډوالو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، ددې ډلې د واکمنېدو راهېسې تراوسه دوه میلیونه او ۸۸ زره ۵۴۳ افغان کډوال له بیلابیلو هېوادونو افغانستانه ته ستانه شوي دي.

دا شمېرې داسې مهال ورکړل شوي چې افغانستان کې د جمهوریت له سقوط راهېسې له دغه هېواده کډوالي او تېښته ډېره شوې او اوسمهال زرګونه افغانان امریکا او اروپا ته د کډوالۍ په تکل ګاونډیو هېوادونو کې د انتظار شپې او ورځې تېروي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له ايرانه تر زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*