له ایرانه تر ۲زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

له ایران څخه د افغان کډوالو رااېستنه
له ایران څخه د افغان کډوالو رااېستنه

د افغانستان حکومت د کډوال چارو وزارت وايي چې له ايران څخه په زرونو نور افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي، دوه زره او ۲۸۷ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د يادو راستانه شويو له ډلې۸۷۲ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.»

افغان چارواکو نه دي ویلي چې دغه کډوال په خپله خوښه راستانه شوي او یا هم د ایران حکومت په زور شړلي، خو دغه هېواد څو ورځې وړاندې اعلان کړی چې راتلونکو دوو میاشتو کې به ټول بې اسنادو افغان کډوال له ایران څخه وباسي.

څو ورځي وړاندي د ايران يوه سرحدي چارواکي ويلي ول چې په ۲۴ ساعتونو کې يې څلورنیم زره افغان کډوال اخراج کړي دي. هغه ويلي ول چې دا هغه افغانان ول چې په غيرقانوني ډول ايران ته ورغلي ول.

په نيمروز ولايت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور رئيس حبيب الله الهام څه موده وړاندي دويچه ويله ته وويل چې تقريباً هره ورځ له يوه څخه تر دوو زرو پوري افغانان له ايران څخه افغانستان ته را اخراجيږي.

د کډوالۍ د نړېوال سازمان یو وروستی راپور ښيي چې په تيرو دوو کلونو کې په سلهاو ززه افغانان کاونډيو او نورو هيوادونو ته کډوال شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له ایرانه تر ۲زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*