له ایران او پاکستانه د څه باندې ۸۶ زره افغانانو راستنېدل

له ایران او پاکستانه د څه باندې ۸۶ زره افغانانو راستنېدل

د کډوالۍ نړۍوال سازمان راپور ورکړی چې د سپټمبر په دویمه اوونيو کې افغانستان ته د راستنېدونکو شمېر، د هغو کسانو د شمېر پرتله چې، د بېلابېلو لاملونو له امله نورو هېوادونو ته تللي دي، لوړ دی.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، له ایران او پاکستانه څه باندې ۸۶ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي او څه باندې ۵۷ زره کسان له بېلابېلو له لارو نورو هېوادونو ته تللي دي.

د کډوالۍ د نړۍوال سازمان د راپور په یوې برخه کې راغلي:«په دې اوونۍ کې راستانه شوي کسان تر وتلو کسانو ۵۲ سلنه زیات وو. له ایرانه د خلکو د راستنېدو لامل جبري ایستل او داوطلبانه راتلل دي؛ خو دا زیاتوالی ښایي د اربعین د لمانځلو لپاره د تللو افغانانو له بېرته راستنېدو سره هم تړاو ولري.»

بل پلو، ځينې افغان چې، په ګاونډیو هېوادونو کې اوسېږي، وايي د جبري ایستل کېدو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په ترکیه کې افغان کډوال احمد فیصل طلوع‌نیوز ته وايي:«په دې وروستیو کې په ایران او ترکیه کې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي. کله چې، په ترکیه کې د پولیسو له خوا نیول کېږي، پنډغالو ته وړل کېږي او په میاشتو هلته پاتې کېږي. په پنډغالي کې هغوی ته ښه خواړه او ځای نه‌ورکول کېږي.»

په ایران کې افغان کډوال امید حسني هم څرګندوي:«یوه موده کېږي چې، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نه‌دی، او له بده مرغه ډېری چې، سند هم لري، اړولي او زښته زیات نور چې، اسناد نه‌لري هم اړولي دي.»

د دغه راپور له مخې، دغو کډوالو د اسلام کلا، ابونصر فراهي، بهرامچه، سپین بولدک، غلام خان، ډنډ‌ پټان او تورخم له لارو تګ راتګ کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له ایران او پاکستانه د څه باندې ۸۶ زره افغانانو راستنېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*