نړۍوال بنسټونه: د ایستلو بهیر، کډوال له خراب وضعیت سره مخ کوي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له دوام سره هم‌مهاله ځينې نړۍوالو بنسټونو ویلي چې دغه بهیر کډوال له خراب وضعیت سره مخ کوي.

د کډوالۍ د نړۍوال سازمان دفتر او د ملګرو ملتونو پناه غوښتونکو عالي کمېشنرۍ په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، زرګونه کسان چې ۶۰ سلنې یې ماشومان دي په جبري توګه افغانستان ته استول کېږي.

د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو عالي کمېشنري وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل به د بشري حقونو د جدي نقض لامل شي.

په پاکستان کې د کډوالو د شورا رییس میراحمد رووف ویلي:«هغه څه چې په پاکستان کې د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره دوام لري، ډېر پېچلي دي او حتا پلان شوي دي، کله توند دي او کله هم پڅ. دا کره ده چې پنډغالي جوړ شوي، خلک نیسي او لېږدوي یې.»

له دې مخکې د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري طلوع‌نیوز ته ویلي و:«دوی [کډوال] ټول زموږ د هېواد لپاره اقتصادي او علمي ظرفیتونه دي، موږ د دوی لپاره د دندې او په خصوصي او دولتي سکټورونو کې د جذب لپاره پروګرام لرو، چې وکړای شي په خپل هېواد کې عزتمن ژوند وکړي.»

د پاکستان په کراچۍ کې د اسلامي امارت کونسل بیا وايي، په دغه هېواد کې د اسنادو درلودونکو کډوالو د پلټنې بهیر د کډوالو پر وړاندې ستونزې زیاتې کړې دي.

عبدالجبار تخاري زیاتوي، له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته یې د کډوالو د بې اسنادو کډوالو د پېژندنې لړۍ اسانه کړې ده.

عبدالجبار تخاري طلوع‌نیوز ته وویل:«دوی اسناد لرونکي افغانان بندیانول او هغو مرکزونه ته یې بیول چې هلته بې اسناده کسان وو او کارتونه یې تاییدول، اوس یې د کارټونو د تایید ماشین د افغانانو سیمو ته وړي او کارټونه چک کوي.»

ځينې هغه افغانان چې له پاکستانه را شړل شوي د خپلو ستونزو کیسه داسې کوي.

افغان کډوال:«پنډغالي ته راغلل او موږ به یې ډېر ځورولو. لس یا پنځلس زره روپۍ هم زموږ واخیستې.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ داسې مهال چټکه شوې چې د پاکستان ځينو مدني فعالانو هم له حکومت غوښتي و چې دغه بهیر و دروي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال هم پر اېکس پاڼه له پاکستانه په جبري توګه ایستل شویو کډوالو سره د ۱۰ مېلیون ډالرو مرستې له ځانګړې کېدو خبر ورکړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نړۍوال بنسټونه: د ایستلو بهیر، کډوال له خراب وضعیت سره مخ کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*