له جل وهلو څنګه ځان وساتو؟

له جل وهلو څنګه ځان وساتو؟
له جل وهلو څنګه ځان وساتو؟

د اوږد او صحي ژوند له پاره څرنگه په دوبي کې د جل وهلو مخه ونیسو. د انسان روغتيا ته د جل وهلو گوزار یو داسې حالت دی چې ډير کله په توده هوا کي پاتې کيدل يې لامل کيږي.

د مايوکلينک خبري سایټ په وینا، توده هوا کیدای شي چې ستاسو د بدن تودوخه ۴۰ درجې سانتي ګراد یا تر هغې لوړه کړي. دا حالت د د دوبې په میاشتو کې ډیر عام دی.

د جل وهلو حالت بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري، ځکه که درملنه یې ونه شي، دا ډير ژر دماغ، زړه، پښتورګو او عضلاتو ته زیان رسوي. هر څومره چې درملنه ځنډيږي، هغومره یې زیان ډیریږي او د جدي خطر هم زياتیږي.

د بدن د تودوخې زیاتوالي سربیره، د توديدولو نورې نښې نښانې دا دي: لکه گنگسیت، بې خوبۍ، گډې و‌ډي خبري کول، ویره، خپګان، قبضیت، زړه بد والی، کانګې، ژر ژر او دوامداره تنفس، د زړه چټک ټکان، سر درد او د پوستکي سوروالي لامل کيږي.

څه وخت باید ډاکټر ته ورشئ؟

که تاسو د یو کس سره په تماس کې اوسئ چې تودې هوا له کبله فشار ولري، تاسو باید د روغتيا بیړنيو مرستندويانوته زنګ ووهئ. په داسې حال کې چې د بیړنۍ درملنې انتظار وکړئ، له مرستې رسیدلو دمخه  سمدستي اقدام وکړئ، ترڅو د جل وهلي ناروغ بدن سوړ شي.

جل وهلی کس سوري لرونکي يخ ځاي ته بوځئ. له هغه څخه اضافې جامې لېرې کړئ، پر سر، اورميږ او ورنونو يې لوند ټوکر واچوئ تر څو ساړه شي، ځکه هر څوک کيدای شي د تودې هوا له کبله سکته وکړي. خو ډير لاملونه يې خطر زياتوي.

له سختې تودوخې سره د مقابلې وړتیا ستاسو په عمر او مرکزي عصبي سیسټم په ځواک پورې اړه لري. په ځوانۍ کې، مرکزي عصبي سیسټم په بشپړه توګه وده نه کوي، او د ۶۵ څخه پورته لویانو کې، مرکزي عصبي سیسټم په خرابیدو پیل کوي. په دې حالت کې، د بدن د تودوخې بدلونونو سره د مقابلې توان نه لري. دواړه د عمر ګروپونه معمولا د هایډریټ پاتې کیدو ستونزه لري، کوم چې د تودوخې خطر زیاتوي.

په ګرم موسم کې تمرین وکړئ. په سپورټ کې برخه اخیستل لکه فوټبال یا په ګرمه هوا کې اوږده مسابقه کول یو له هغو لاملونو څخه دی چې د جل وهلو لامل کیدی شي.

د تودوخې ناڅاپي زیاتوالی. که تاسو د تودوخې د ناڅاپي زیاتوالي سره مخ شئ، لکه د دوبي په لومړیو کې د تودوخې څپې، یا ګرمو سیمو ته سفر کوئ، دا کيداي شي تاسي د تودوخې اړوند ناروغۍ سره ډېر حساس کړي.

د جل وهلو گوزار د وړاندوینې او د مخنیوي وړ دی. په گرم موسم کې د تودوخې د مخنیوي له پاره دا ګامونه پورته کړئ:

نرمې او سپکې جامې واغوندئ. د اضافي جامو اغوستل به ستاسو بدن پرې نه ږدي چې په سمه توګه سوړ شي.

د لمر سوځیدنې څخه ځان وساتئ. د لمر سوځیدنه ستاسو د بدن د سوړ ساتلو پر وړتیا اغیزه کوي، نو خپل ځان په بهر کې د پراخې گردې، يا شپو خولۍ او د لمر وړانگو پر ضد عینکو سره خوندي کړئ، او لږ تر لږه د اس پي ایف ۱۵ کریمو څخه کار واخلئ. د لمر وړانگو ضد کريم د بدن په بیلا بيلو برخو کې مالش کړئ او په هر دوه ساعتونو کې بیا ترینه کار واخلئ.

د متحده ایالاتو د هوا تودوخې څپې، د واشنګټن سکویر پارک کې د اوبو فوارې
د متحده ایالاتو د هوا تودوخې څپې، د واشنګټن سکویر پارک کې د اوبو فوارې

ډیر مایعات وڅښئ. د هایډریټ پاتې کیدل ستاسو د بدن سره د خولې کولو او د بدن د تودوخې نورمال ساتلو کې مرسته کوي. په ګرمۍ کې د الکول څښلو څخه ډډه وکړئ.

هېڅکله څوک په ولاړ موټر کې مه پرېږدئ. په دوبې کې پر پوستکي د لمر د وړانګو پر وړاندې د زیان رسوونکو اغیزو سره چلند وکړئ.

د طبي ژورنال ويب ام ډي او د ډرماتولوژي امریکايي اکاډمۍ په وینا، په هرو پنځو امریکایانو کې یو يې د خپل ژوند په اوږدو کې د پوستکي سرطان په ناروغۍ اخته کيږي. همدارنګه، د يو وي وړانگو سره ډيرتماس کیدای شي د موتیانو ناروغۍ لامل شي. د پوستکي وختي عمر او په پای کې د دې ارګان سرطان د لمر د الټرا وایلیټ وړانگو سره د تماس نورې اغیزې دي. ډير شواهد شته چې د لمر ډیر تماس د میلانوما خطر زیاتوي، چې د ناروغۍ تر ټولو وژونکې بڼه ده.

خو له دې ستونزې څخه د ژغورني غوره لار کومه ده؟ د لمر وړانگو ضد کريم وکاروئ کله چې تاسو د ورځې په اوږدو کې بهر یاست، حتی په ورېځو ورځو کې.

دا غوره ده چې د «اس اف پي» محصولات وکاروئ. تاسو باید بهر ته له وتلو تر مخه  د ۱۵ څخه تر ۳۰ دقیقو دمخه کریمو څخه گټه واخلئ. په دې کریم سره مو پوټکی پوښ ​​کړئ، ترڅو د پوستکي ماساژ کول مو یوه دقيقه وخت ونیسي. که تاسو په ساحل کې یاست، د ډير وخت له پاره لامبو وهئ، خوله کوئ، یا بهر ياستئ، په هر دوه ساعته کې دغه کريم وکاروئ.

دا مه هيروئ چې دا ډول کریمونه باید د اوبو مقاومت ولري ترڅو خوله یا اوبه په اسانۍ سره لیرې نه شي.

د امریکا د پوستکي سرطان بنسټ په وینا، له خاصو ځانګړتیاوو سره جامې کولی شي د لمر وړانگو ژغورونکي کريمو په کارولو سره پوستکي ته د زیان رسوونکو وړانګو مخه ونیسي.

د سپک پالیسټر او نازک ساټین ورېښمو څخه جوړي شوي جامې کولی شي «د يو وي» وړانګې جذب یا منعکس کړي او پوستکي ته د زیان رسونکي وړانګو د رسیدو مخه ونیسي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له جل وهلو څنګه ځان وساتو؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*