
له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو واوښته
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد او ۲۷۰ میلیون ډالرو اوښتې ده؛ چې له دې ډلې شاوخوا ۷۴ میلیون ډالر یې د افغانستان صادرات او پاتې برخه یې واردات جوړوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، وچه مېوه، تازه مېوه، تالک ډبره، سابه، طبي بوټي او ډول ډول جوسونه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان له مهمو صادراتي توکو دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، عبدالسلام جواد آخندزاده ویلي: «شاوخوا ۷۴ میلیون ډالر صادرات او یو میلیارد او ۲۰۴ میلیون ډالر واردات وو، چې زموږ د صادراتو ډېره برخه تازه مېوې، وچه مېوې، ډول ډول جوسونه، تالک ډبره، کچالو، پیاز، طبي بوټي او هنگ جوړوي.»
بلخوا، یو شمېر افغان سوداګر وایي، سره له دې چې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې، خو لا هم د بانکي اسانتیاو نشتوالی، ټرانزیټي ستونزې او د توکو د لېږد لوړ لګښتونه د هېواد د صادراتو د لا ودې مخه نیسي.
یو سوداګر، محبوبالله محمدي وایي: «هر څومره چې زموږ تولیدات د منځنۍ اسیا په بازارونو کې ډېر بازارموندنه ولري او منظم سوداګریز پروګرامونه جوړ شي، هماغومره به زموږ د صادراتو کچه هم لوړه شي.»
اقتصادي شنونکي هم باور لري چې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا کولای شي د محدودو بازارونو پر وړاندې د افغانستان تکیه کمه کړي او د کورنیو تولیداتو لپاره د سیمې نوو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
اقتصادي شنونکی، عبدالغفار نظامي بیا وایي: «د افغانستان اقتصادي تکیه تر ډېره پر ختیځو هېوادونو ده، چې د افغانستان لپاره چندان ګټوره او اغېزناکه نه ده؛ نو ښه ده چې افغانستان له نورو فرصتونو هم ګټه واخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو، په تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان د خصوصي سکتور او د سیمې هېوادونو ترمنځ د څه باندې پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت څو هوکړه لیکونه او ۱۳ تړونونه لاسلیک شوي او د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه هم لوړه شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو واوښته"