له پاکستان څخه ستانه شوي ۹۰٪ کډوال زده کړو ته د خپلو ماشومانو لاس رسي په اړه اندیښنې لري – سروې

له پاکستان څخه افغانستان ته د قانوني اسنادو نلرونکو ستانه شوي افغان کډوالو د وضعیت په اړه یوه تازه سروې ښيي چې له دغه هیواد څخه د ستنو شویو کډوالو ۹۰ فیصده یې زده کړو ته د خپلو ماشومانو د لاس رسي په اړه اندیښنې لري.

دغه سروې ښيي چې له هرو دریو ستنیدونکو افغان کډوالو څخه یو یې خواړه نلري او له هرو دریو څخه دوه تنه یې له ناروغیو کړیږي.

د اسلامیک ریلیف (Islamic Relief) په نوم د یوې نړیوالې غیر حکومتي ادارې له خوا په تورخم کې د ستنو شویو ۳۱۵ افغان کډوالو سره د مرکو په بنسټ د ستنیدونکو کډوالو د وضعیت د ارزونې لپاره په دغه سروې کې چې د پنجشنبې په ورځ نومبر۳۰ (لیندۍ نهم) خپره شوې ویل شوي چې تر ۹۰ فیصده ستانه شوي د بې کورۍ د ستونزې سره مخ دي.

په دې سروې کې ویل شوي: “په تورخم کې په سرحد کې په دې ترسره شوې ارزونه کې ۹۲ فیصدو مرکه شویو کسانو ویلي چې د څښلو پاکو اوبو ته په اسانه لاس رسی نلري. ۷۱ فیصدو ویلي چې د رفع حجت لپاره تشنابونو ته لاس رسی نلري، ۹۸ فیصدو د ماشومانو او د لوی عمر خاوندانو په ګډون د خوندیتوب په برخه کې اندیښنې څرګندنې کړي دي. دغه راز په دغه سروې کې شاملو ۹۰ فیصدو ستنو شویو کډوالو د اسلامیک ریلیف ادارې ته ویلي چې دوی زده کړو ته د خپلو ماشومانو د لاس رسي په اړه اندیشنې لري”.

ددغې نوې سروې له مخې ۹۰ فیصده ستنیدونکي کډوال په داسې حال کې چې د ژمي موسم پیل شوی کورونه نلري او د هرو دریو ستنو شویو کډوالو چې شمیر یې ۳۲ فیصده کیږي یو یې خواړه نلري او د هرو دریو ستنو شویو کډوالو دوه یې چې شمیر یې ۶۲ فیصده کیږي د نس ناسي د هاضمې اړوند ناروغیو څخه کړیږي.

په دې سروې کې ویل شوي: “ډیرو دغو افغان کډوالو په پاکستان کې خپل ژوند جوړ کړی و او اوس د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي”.

د اسلامیک ریلیف ادارې ددې دمخه هم د ستنو شویو افغان کډوالو د وضعیت د ارزولو لپاره د نومبر۱۹ (لړم ۲۸) د یوې بلې یوې بلې سروې پایلې هم خپرې کړې وې.

ددغې ادارې په لومړنۍ سروې کې ویل شوي و، چې د ستنو شویو کډوالو ۹۲ فیصده کورنۍ د څښلو پاکو اوبو ته په اسان ډول لاس رسی نلري، ۹۰ فیصده کورنۍ سرپناه نلري او ۷۱ فیصده یې د حفظ الصحې په برخه کې په ځانګړي ډول لاس مینځلو په برخه کې امکانات نلري.

په دغه سروې کې ویل شوي و: “د کورنیو ۸۳ فیصدو چې مرکې ورسره شوي ویلي چې په ورځ کې له دوو وختو کم خوړو ته لاس رسی لري. نوي فیصدو ویلي چې بچیان یې زده کړو اود زده کړو وسایلو ته لاس رسی نلري”.

همداشان د ستنو شویو کورنیو ۹۸ فیصدو یې ویلي چې د خوندیتوب په برخه کې اندیښنې لري، ددې له ډلې ۳۸ فیصدو ویلي چې د خپلو ماشومانو د ساتنې، ۳۱ فیصدو د عمر خوړلو کسانو د ساتنې، نهه فیصدو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او اوه فیصدو نورو د خپل شخصي امنیت په اړه اندیښنې لري”.

په سروې کې ۶۲ فیصدو کورنیو چې ورسره مرکې شوي ویلي چې د حفظ الصحې په اړه اندیښنې لري او ددې ډلې ۳۹ فیصدو د نس ناستي او هاضمې د ناروغیو، ۳۳ فیصدو د تنفسي ناروغیو، ۲۵ فیصده د روحي ناروغیو او درې فیصدو د خپلو ټپونو په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.

د اسلامیک ریلیف ادارې ددې سروې هدف له پاکستان څخه د تورخم په سرحدي سیمه کې د ستنیدونکو کډوالو د اړتیاو معلومول ښودلي وو، ترڅو په راتلوونکي کې د هغوی اړتیاو ته د اضطراري طرحو د برابرولو له لارې ملاتړ برابر شي.

دغو ستنیدونکو کډوالو د خپلو ماشومانو د زده کړو په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او ویې ویل چې که قانوني اسنادو نلرونکي کډوال د نومبر تر لومړۍ ورځې په خپله خوښه له پاکستانڅخه لاړ نشي نو وبه نیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

د اسلامیک ریلیف د ادارې په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان د حکومت ددغې پریکړې وروسته تراوسه ۴۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال له دغه هیواد څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستان څخه ستانه شوي ۹۰٪ کډوال زده کړو ته د خپلو ماشومانو لاس رسي په اړه اندیښنې لري – سروې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*