کرېکټ: پاکستان د افغانستان پر وړاندې لوبډله اعلان کړه؛ افغان لوبډله شري لنکا ته تللې

پاکستان د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو ۵۰ اوريزو سياليو لپاره ۱۸ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سياليو له پای ته رسېدو وروسته به له همدغې ۱۸کسيزه لوبډلې ۱۷ تنه د اسيا کپ سياليو کې لوبېږي. سعود شکيل چې د افغانستان پر وړاندې سيالۍ لپاره غوره شوی، د اسيا کپ برخه به نه وي.

د پاکستان د غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق چې په دې وروستيو کې دغه دنده ورسپارل شوی د بابر اعظم په مشرۍ يې عبدالله شفيق، فخر زمان، امام الحق، سلمان علي اغا، افتخار احمد، طيب طاهر، صعود شکيل، محمد رضوان، محمد حارث، شاداب خان، محمد نواز، اسامه مير، فهيم اشرف، حارث روف، محمد وسيم، نسيم شاه او شاهين شاه اپريدی د افغانستان پر وړاندې سياليو لپاره په ۱۸ کسيزه لوبډله کې راټول کړي دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ به د اګست له ۲۲ مې تر ۲۶ نېټې دوام وکړي.

په همدې حال د افغانستان کرېکټ‌ بورډ‌ وايي، افغان لوبډله له پاکستان سره د سياليو لپاره د تمرين په موخه شري لنکا ته تللې ده.

وړاندې له دې چې افغان لوبډله د شري لنکا پر لور حرکت وکړي‌ د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير متقي ورسره کتلي دي.

ښاغلي متقي له افغان لوبغاړو مننه کړې او د دوی کړنې او لاسته راوړنې يې ستايلې دي.

کرېکټ
کرېکټ

افغانستان له وړاندې د پاکستان پر وړاندې د حشمت الله شهيدي په مشرۍ خپله ۱۶ کسيره لوبډله اعلان کړې ده.

په افغان لوبډله کې رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، رحمت شاه، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام عليخېل، راشد خان، عظمت الله عمرزی، عبدالرحمان، مجیب الرحمان ځدراڼ، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، وفادار مومند او سليم ساپی شامل دي.

افغان لوبډلې ته دوه داسې تېز توپ اچوونکي‌ سليم ساپی او وفادار مومند هم غوره شوي چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره ډېر نه دي‌ لوبېدلي. د دې تر څنګ ځوان ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال ته هم موقع ورکړل شوې ده.

اکرام عليخېل هم موده وروسته بيا لوبډلې ته غوره شوی. د نورو لوبغاړو تر څنګ رياض حسن او عبدالرحمان هم اخيستل شوي دي.

په اعلان شوې نوملړ کې د ۱۶ لوبغاړو تر څنګ شاهد الله کمال او فرید ملک هم احتیاطي لېست کې شامل دي.

د دغو سیالیو کوربه توب افغانستان ته ور ترغاړې دی او افغان کرېکټ بورډ به یې په شري لنکا کې کوربتوب وکړي.

ټاکل شوې ده چې یادې سیالۍ د شري لنکا په دوه جلا لوبغالو کې وشي.

د پلان له مخې لومړۍ دوه سیالۍ د شري لنکا په همبنټوټا او درېیمه او وروستۍ سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۶مه نېټه په کولمبو کې ترسره شي.

له دې وروسته روانه میاشت اسیا جام او ورپسې د هند په کوربه توب نړیوال جام پیلېږي چې افغانستان یې برخه ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: پاکستان د افغانستان پر وړاندې لوبډله اعلان کړه؛ افغان لوبډله شري لنکا ته تللې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*