لوړو زده‌کړو وزارت: ۵ دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا ۳۱ پروګرامونه تدریسېږي

💬0

لوړو زده‌کړو وزارت: ۵ دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا ۳۱ پروګرامونه تدریسېږي

د لوړو زد‌کړو وزارت وایي، دا مهال د هېواد په پنځو دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا په کچه ۳۱ پروګرامونه د بېلابېلو څانګو لکه اسلامي علومو، انجینرۍ، کمپیوټر ساینس، کرنې، روغتیايي علومو، حقوقو، ژبو، ادبیاتو او ریاضیاتو کې تدریسېږي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د نشراتو او عامه اړیکو څانګې طلوع‌نیوز ته په را لېږل شویو معلوماتو کې لیکلي:  «د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت د لوړو زده‌کړو د تکمیلي پروګرامونو د پراختیا لپاره پلان جوړ کړی او په دې برخه کې یې عملي ګامونه هم اخیستي دي. دې وزارت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا ګڼ شمېر پروګرامونه رامنځته کړي او همدارنګه یې د لوړو زده‌کړو د پراختیا لپاره د “افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون” په نوم ځانګړی پوهنتون هم جوړ کړی دی. اوس مهال د هېواد په دولتي پوهنتونونو کې د ۴۵ نویو ماسټرۍ او ۹ نویو دوکتورا پروګرامونو د رامنځته کولو بهیر روان دی او د دغو پروګرامونو د پیل چارې تر کار لاندې دي.»

دغه وزارت زیاتوي چې په ۱۰ دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۱۱۶ فعال پروګرامونه جوړ شوي او همدارنګه په نورو پوهنتونونو کې د ۴۵ نویو ماسټرۍ او ۹ نویو دوکتورا پروګرامونو د رامنځته کولو هڅې هم روانې دي.

ماسټري:

  • ۱۰ دولتي پوهنتونونه
  • ۱۱۶ فعال پروګرامونه

دوکتورا:

  • ۵ دولتي پوهنتونونه
  • ۳۱ فعال پروګرامونه

د دوکتورا فعالې څانګې:

  • اسلامي علوم او حقوق
  • ژبه او ادبیات
  • انجینري
  • کمپیوټر ساینس او مصنوعي ځیرکتیا
  • ریاضیات
  • کرنه او وترنري
  • عامه روغتیا او مایکروبیولوژي
  • افغانستان ‌پېژندنه

د جوړېدو په حال کې پروګرامونه:

  • ۴۵ نوي د ماسټرۍ پروګرامونه
  • ۹ نوي د دوکتورا پروګرامونه

په همدې حال کې، د پوهنتونونو یو شمېر استادان وایي چې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو پراختیا باید د هېواد د علمي او ښوونیزو ظرفیتونو له پیاوړتیا سره هممهاله وي.

د دوی په باور، د لوړو زدکړو په برخه کې ډېره پانګونه به د زدکړو کیفیت لوړ کړي، علمي څېړنې به پراخې کړي او د مسلکي متخصصانو په روزنه کې به مهم رول ولوبوي.

د پوهنتون استاد نقیب‌الله نوري وویل: «موږ باید دقیق پلان ولرو، څو په راتلونکو لسو کلونو کې داسې علمي کادرونه وروزو چې د خپلو کورنیو ظرفیتونو په مټ وکولای شو په دې کچو کې تدریس پر مخ یوسو او نور بهرنیو استادانو ته اړتیا ونه لرو.»

د پوهنتون بل استاد عمرمختار نیک‌زاد وویل: «حکومت باید استادان او ځوانان نورو هېوادونو ته واستوي، څو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه تعقیب کړي. پخوا موږ په دې برخه کې له دوستو او د سیمې له هېوادونو سره ښې همکارۍ لرلې.»

که څه هم د لوړو زدکړو سکټور په تېرو دوو لسیزو کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو لا هم دې برخې ته د لا زیاتې پانګونې، د علمي کادرونو د پیاوړتیا او د ښوونیزو او څېړنیزو اسانتیاوو د برابرولو اړتیا شته.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "لوړو زده‌کړو وزارت: ۵ دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا ۳۱ پروګرامونه تدریسېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*