خېبرپښتونخوا کې ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې سېوا شوې دي

خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، صوبه کې د ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې زياتې شوې دي، وایي د مخنيوي دپاره یې بايد چټک ګامونه پورته کړی شي.

د دوی په وینا وړاندې به ماشومان په کليوالو او ښاري سيمو کې د جنسي تېريو د پېښو ښکار کېدل خو نه به دغه پېښې رپورټ کېدې او نه به کره شمېره مخې ته راتله.

د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وي او اې ډيوه ته ويلي، “په دې کې هيڅ شک نه شته چې د ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې زياتې شوې خو د دې غټ علت د پېښو رپورټ کېدل او بله دا چې د رسنيو لرو پرتو سيمو ته رسايي ده”.

نوموړی زياته کړې وړاندې به دا پېښې کېدې خو نه به رپورټ کېدې او نه به کره شمېره مخې ته راتلله نو “اوس مونږ وليدل چې پېښې ډېرې رپورټ کېږي”.

د عمران ټکر په خبره، “که مونږ وګورو نو حکومتي ادارو سره هم د وسايلو او هم د تيکنيکي سهولتونو کمی دی ځکه هغوی هم هر ځای ته نه شي رسېدی”.

هغه وويل، خلکو ته په داسې پېښو کې انصاف هم نه ملاويږي ځکه چې عدالتي نظام کړکيچن دی ځپل شوي خلک عدالتونو ته په تلو راتلو ستومانه شي.

د خېبرپښتونخوا د پوليس شمېرو ترمخه په کال 2022م کې په صوبه کې 365 ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي او له دغو پېښو سره په تړاو 332 مشکوک کسان نيول شوي هم دي.

د خېبرپښتونخوا د ماشومانو د ژغورنې او ښېګړې کمېشن چارواکو ويلي د قوانينو عملي کولو ترڅنګ په ټولنه کې د پوهې خورولو په لړ کې هم هلې ځلې روانې دي.

د خېبرپښتونخوا د ښېګړې او ژغورنې کمېشن مشر اعجاز محمد خان وي او اې ډيوه ته ويلي، “زمونږ کوشش هم دغه دی چې خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د ژغورنې مضبوط مېکنزم جوړ شي او په دې کې يواځې د دوی د ادارې نه بلکې د پوليسو، حکومتي وکيلانو، ډاکټرانو او نورو ادارو کردار هم وي”.

د نوموړي په خبره په دې کې د ټولنې او ميندو پلرونو هم ذمه واري جوړېږې چې هغوی هم خپل کردار ولوبوي او په خپلو ماشومانو نظر وساتي چې د دغه ډول پېښو ښکار نه شي.

هغه وايي “مونږ په ښارونو او کليوالو سيمو کې د 1000 پورې کمېټۍ جوړې کړې دي چې په خلکو، جوماتونو او حجرو کې پوهه خوره کړي”.

د ماشومانو د حقونو فعال وايي په کال 2019م کې ماشومانو سره د جنسي تېريو 85 پېښې رپورټ شوې وې او په کال 2022م کې په دغو پېښو کې 94 فيصده اضافه شوې ده.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوونکي غېر دولتي سازمان ساحل په خپل رپورټ کې ويلي په کال 2022م کې په ګرد هیواد کې 2123 ماشومان د جنسي تېريو د پېښو ښکار شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "خېبرپښتونخوا کې ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې سېوا شوې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*