د مدیترانې سمندرګي کې د کښتۍ نسکورېدو له کبله ۴۱ پناه غوښتونکي مړه شوي

تېره اوونۍ په مدیترانې سمندرګي کې د یوې کښتۍ د نسکورېدو په پېښه کې ۴۱ پناه غوښتونکي مړه شوي دي.

د رویترز خبري اژانس د ننني راپور له مخې، ژغورل شویو کسانو چې د ایټالیا لامپدوسا ټاپو ته رسېدلي په دې باب خبرې کړې دي.

انسیا خبري اژانس هم راپور ورکړی، هغه څلور کسان چې له دې پېښې ژوندي پاتې شوي، مرستندویانو ته ویلي چې د درېیو ماشومان په ګډون له ۴۵ کسانو سره په کښتۍ کې روان وو.

دوی ویلي چې دغې کښتۍ د تونس له هغې سیمې چې د پناه غوښتونکو د بحران عمده مرکز دی، خپل سفر پیل کړ او تر څو ساعته مزله وروسته یې کښتۍ نسکوره بیا ډوبه شوه.

د رویټرز په راپور کې راغلي چې د ایټالیا ساحلي ساتونکو په دې باب له تبصرې کولو ډډه وکړه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د مدیترانې سمندرګي کې د کښتۍ نسکورېدو له کبله ۴۱ پناه غوښتونکي مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*