مراکش کې زلزله: د مړو شمېر ۲۱۲۲ ته رسېدلی؛ د ژغورنې هڅې روانې دي

مراکش کې د ژغورنې ډلې هڅې کوي چې د جمعې ورځې د زلزلې له کبله تر کنډوالو او نړېدلو ودانيو لاندې بند پاتې کسان وژغوري. په لېرې پرتو هغو سيمو کې چې ماشينونه نه شي ورته لېږدول کېدی خلک د يوم او بېلچې په واسطه تر خاورو لاندې کسانو د ژغورولو هڅې کوي.

د مراکش کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ریختر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۲۱۲۲ اوښتی او ۲۲۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې ډېره مرګژوبله او ویجاړي په الحوز، مراکش، ورزازات، ازیلال، شیشاوه او تارودان ولایتونو کې اوښتې ده.

یوه سیمه ییز چارواکي ویلي په زلزله کې ډېری وژل شوي خلک د غرنیو سیمو اوسېدونکي دي چې په اسانۍ ورته رسېدل ګران دي.

د يوې لېرې پرتې سيمې اوسېدونکي بي بي سي ته وويل، “خلکو ته هېڅ نه دي ورپاتې، وږي دي، ماشومان اوبه غواړي او مرستې ته اړتيا لري.”

دغه زلزله چې مرکز يې د مراکش جنوب په غرنۍ سیمه کې و په تېرو ۶۰ کلونو کې په دغه هېواد کې تر ټولو وژنکې هغه ده.

په زلزله کې د مراکش زوړ ښار چې د يونيسکو نړيوال ميراث برخه دی هم زيانمن شوی دی.

مراکش زلزله

په مراکش کې د پاچا شپږم محمد له خوا دری ورځنی ملي ماتم اعلان شوی دی.

د پاچا دفتر وايي، د ملکي ساتنې ډلې د وينې بانکونو، اوبو، خوراکي توکو، خېمو او کمپلو د زېرمو زياتولو په موخه ګومارل شوي دي.

هغه همدا راز امر کړی چې له زیانمنو سره دې د سرپناه، خوړو او نورو مرسته وشي. خو وايي ځينې ډېرې ځپل شوې سیمې دومره لېرې دي چې له زلزلې وروسته په ساعتونو کې رسېدل ورته ناشوني وو.

د مراکش جنوب ته شاوخوا ۵۵ کليومتره لېرې د غرونو منځ په يوه دره کې د امزمیز په کوچني ښارګوټي ډېری ودانۍ نړېدلي دي.

دلته ځايي روغتون خالي دي او د ورتلو لپاره خوندي نه دي. د ناروغانو درملنه د روغتون پر ځای بهر په ميدان کې کېږي.

د روغتون يو چارواکی چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، د شنبې پر ورځ شاوخوا سل جسدونه روغتون ته راوړل شول.

ده وويل، “ما ژړل، ځکه دلته ډېر مړه شوي کسان و، په ځانګړې توګه کوچني ماشومان. له زلزلې راهيسې نه يم ويده شوی، هېڅوک نه دي ويده شوي.”

له روغتون هاخوا کوڅې له ويجاړو شويو ودانيو، ترافيکې ګڼې ګوڼې او هغو کسانو چې په دې زلزله کې يې هر څه له لاسه ورکړي، ډګې دي.

مراکش زلزله

د سړکونو شاوخوا د هغو کسانو لپاره خېمې وهل شوې چې کورونه يې نړېدلي دي خو ټول د سرپناه لپاره ځای نه لري. په چوک کې لسګونه کسان په ځمکه غوړېدلو ټغرونو ويده دي.

۶۳ کلن عبدالکریم بروري یو له هغو کسانو دی چې کور یې زيانمن شوی، دی وايي، “زه نشم کولی بېرته کور ته ستون شم،” او د مرستې غوښتنه کوي.

د سيمې يو بل اوسېدونکی، علي یوسف وویل، “موږ د خېمو جوړولو لپاره کمپلې کارولې دي، هغه خیمې چې حکومت ویشلي دي کافي ندي.”

له زلزله ځپلو سره د نړيوالو مرستو هڅې په چټکۍ پيل شوې دي. بريتانيا وايي مراکش يې د بېړنۍ ډلې د لېږلو وړانديز منلی دی. اسپانيا او قطر هم ويلي چې دوی رسمې غوښتنې ترلاسه کړې او د لټون او ژغورنې ډلې به واستوي.

فرانسه بيا وايي، د دوی مرستې چمتو دي خو د مراکشي رسمې غوښتنې ته انتظار باسي.

امریکا هم ويلي، د ټپيانو او تر خاورو لاندې کسانو د لټون او ژغورنې لپاره يې ډلې چمتو دي او په سم وخت کې د پيسو ورکړې ته هم اماده يوو.

مراکش يو له هغو هېوادونو دي چې وړاندې هم په کې زلزلې شوې دي. د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه د مراکش الحسیمة ولایت کې ‌د ریختر پ‍ه کچه ۶٫۳ درجې زلزله وشوه چې لږ تر لږه ۶۲۸ کسان په کې ووژل شول.

د ۱۹۶۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه هم د مراکش لوېدیځ ساحلي ښار اغادیر زلزلې سخت زیانمن کړ چې تر ۱۲ زرو ډېر کسان‌ (یعنې د ښار د اوسېدونکو درېیمه برخه خلک) پکې وژل شوي وو.

‌منبع

لومړی نظر وکړئ on "مراکش کې زلزله: د مړو شمېر ۲۱۲۲ ته رسېدلی؛ د ژغورنې هڅې روانې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*