ملګري ملتونه: را روان ژمي کې افغانانو سره مرستو لپاره ۵۷۱ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

ملګري ملتونه: را روان ژمي کې افغانانو سره مرستو لپاره ۵۷۱ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده
ملګري ملتونه: را روان ژمي کې افغانانو سره مرستو لپاره ۵۷۱ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر”اوچا” په یو تازه راپور کې ویلي، چې په راروان ژمي کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستو لپاره ۵۷۰.۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر “اوچا” د راپور له مخې ددغو پیسو شاوخوا ۵۵۸.۴ میلیونه ډالر به د ژمي د موسم د چمتوالي د پروګرامونو په برخو کې په ځانګړي ډول د سرپناه د جوړولو، ګرمو جامو او کمپلو ته ځانګړي شي.

اوچا ویلي: “ددې سربیره ( د بودیجې اړتیا)، ۱۸۹.۷ میلیونه ډالر د خوراکي توکو، معیشیتي او د روغتیا په برخو کې مرستو په ګډون د سرچینو د چمتوالي لپاره، چې د هوا د سړیدو او دمخه چې واورې لارې بندې کړي ورته اړتیا ده”.

اوچا ټینګار کړی، چې دا فعالیتونه باید په دریو راتلوونکو میاشتو کې تر سره شي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر په ټول افغانستان کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستې رسولو لپاره هدف د ځانګړو کړنلارو له مخې په لوړه کچه، منځنۍ کچه او کمه کچه د لومړیتوبونو پر اساس درجه بندې کړی دی.

ددغې ادارې شمیرنې ښيي، چې ۱۲۵ ولسوالۍ په لوړه کچه لومړیتوب کې دي او ۲۷۶ نورې ولسوالۍ د منځنۍ کچې لومړیتوب لرونکو ولسوالیو په توګه پیژندل شوي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې په دغو سیمو کې هرډول بشري فعالیت ترسره کول د څو اړخیزو زیانونو د مخنیوي سره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د وینا پر اساس د لوړې کچې د لومړیتوبونو په سیمو کې مرستو ته اړو خلکو سره مرستې به هغوی ته د مخامخ سختو زیانو مخنیوي کې ډیر زیات اهمیت لري.

د اوچا د شمیرنو له مخې افغانستان کې په روان کال کې ۲۹.۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ددې ډلې ۲۱.۳ میلیونه کسان د مرستو په پروګرام کې شامل شوي دي.

همداشان د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې په روان کال کې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۳.۲۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده، چې د اګست د روانې میاشتې پورې یوازې یو ملیارد ډالر ورته نړیوالې ټولنې برابر کړي دي او ۲.۴۳ میلیونو ډالرو ته لا هم اړتیا شته دی.

په عین حال کې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۶ میلیونو افغانانو ددغې ادارې د خوړو مرستې ترلاسه کړي دي.

ددې دمخه د ژغورنې نړیوالې کمیټې ” آی ارسي” د اګست په اتم (زمري ۱۷) پر افغانستان باندې د جمهوری نظام د ړنګید د دوو کلنو د پوره کیدو په درشل کې په یوه اعللامیه کې ویلي و، چې ۳۰ میلیونه افغانان په داسې حال کې بشري مرستو ته اړتیا لري، چې بشري کمکونو د برابرولو لپاره د بودیجې کمبود د مرستو رسولو چارې د ګواښ سره مخ کوي.

دغې کمیټې ویلي، چې واک ته د جمهوری د ړنګیدو د دوو کلنو د پوره کیدو وروسته په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا زیاتې شوې دي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې افغانستان سره د بشري مرستو بندیدل مرستو ته د اړو کسانو ۶۰ فیصده زیاتوالی، اقتصادي سقوط، اقلیم بدلون او لومړینو خدمتونو ته د لاس رسي کمیدلو کې ونډه لرلې ده.

په عین حال کې ملګرو ملتونو د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د بودیجې کمبود د مرستې رسونې د بهیر په مختلفو برخو په ځانګړي ډول روغتیا، تغذیه، پوهنې او د څښلو د پاکو اوبو پروګرامونو ته زیان رسولی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: را روان ژمي کې افغانانو سره مرستو لپاره ۵۷۱ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*