ملګري ملتونه: له هرو څلورو افغانانو یو یې د لوږې د حالت سره مخ دی

Loading

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام
وايي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، د ځپل شوي اقتصادي وضعیت او د
اقلیم د بدلون د بحران له امله ددغه هیواد د هرو څلورو وګړو څخه یو یې د
لوږې د حالت سره مخ دی.

د خوړو نړیوال بروګرام د سه شنبې په ورځ
اکتوبر اول (تلې لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د لوږې د حالت
سره د مخ شویو افغانانو شمیر له ۱۲ میلیونو کسانو څخه زیات دی.دغه پروګرام ویلي: ” افغانستان کې له هرو
څلورو کسانو څخه یو یې د لوږې د حالت سره مخ دی. ددغسې کسانو شمیر له ۱۲
میلیونو څخه زیات دی. د اوږدو لسیزو جګړو ځپل شوی اقتصادي وضعیت او د اقلیم
بدلون بحران د هرې ورځې په تیریدو وضعیت لا د خرابیدو سره مخ کړی دی. دا
په افغانستان کې د هغو میلیونو کورنیو حقیقي وضعیت دی چې د ژوند د ژغورنې
مرستې پرې بندې شوي دي”.د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرګرام
افغانستان کې د میلیونونو افغانانو د ناسم اقتصادي وضعیت په اړه دا راپور
په داسې حال کې خپور کړی چې دغه پروګرام د سپټمبر ۲۹ ( تلې اتم) په یو بل
راپور کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو لوړ شمیر ته په
کتنې ویلي و چې د بودیجې د کمښت له امله یوازې یو میلیون افغانانو ته بشري
مرستې برابرولی شي.د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: “ډبلیو ایف پي
یوازې یو میلیون لوږې سره مخ کسانو ته ملاتړ برابرولی شی او د بودیجې د
کمبود له امله ۱۱ میلیونه نور مرستو ته اړمن کسان د خوړو بیړنۍ مرستې نشي
ترلاسه کولی. ددې سربیره په داسې حال کې چې د خوارځواکۍ کچه خورا زیاته
لوړه ده ، ۱.۴ میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي
خواړه نشي ترلاسه کولای “.

منبع



لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: له هرو څلورو افغانانو یو یې د لوږې د حالت سره مخ دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*