ملګري ملتونه: ویجاړو سړکونو نورستان ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی

💬0

ملګري ملتونه: ویجاړو سړکونو نورستان ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجاریک، وايي چې په نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله تر اوسه له ۴۰ ډېر کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

هغه ویلي، ملګري ملتونه له خپلو شریکانو سره یو ځای سېلاب‌ځپلو ته د بېړني سرپناه، خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو عاجلو مرستو د برابرولو په حال کې دي.

دوجاریک ټینګار کړی چې، سره له دې چې له سیمه‌ییزو چارواکو او مرستندویه ادارو سره همغږي روانه ده، خو د سړکونو ویجاړېدو او د سیمې جغرافیایي ستونزو د مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي: «په داسې حال کې چې موږ او زموږ بشري شریکان د وضعیت ارزونه او د دې بحران د ځواب لپاره پلان جوړوو، زموږ لومړیتوبونه بېړنی سرپناه، خوراکي مرستې، روغتیايي خدمتونه، د کورنیو اړین توکي او رواني ـ ټولنیز ملاتړ دی.»

په ورته وخت کې، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د دې پېښې د قربانیانو شمېر ۲۳ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې له ۸۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د دغې ادارې ویاند له ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د نورستان سېلاب‌ځپلو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمدیوسف حماد وویل: «د لومړنیو شمېرو له مخې، د دې پېښې د شهیدانو شمېر ۲۳ تنه او ټپیان یې له ۸۰ ډېر دي.»

بل‌خوا، هند د خوراکي توکو او خېمو په ګډون د بشري مرستو یوه جوپه نورستان ته استولې ده.

همداراز، سعودي عربستان، ترکیې او د چین ځانګړي استازي د پیغامونو په خپرولو سره د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

اقتصادي شنونکي عبدالظهور مدبر ویلي: «د نورستان له خلکو سره مرستې باید پر دوو برخو متمرکزې وي؛ لومړی لنډمهاله مرستې چې خوراک، پوښاک او لومړنیو خدمتونو ته اړتیا لري، او دویمه اوږدمهاله نغدي مرستې.»

تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تندر، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: ویجاړو سړکونو نورستان ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*