ملګري ملتونه: ۹.۲ میلیون افغانان په اجباري توګه بیځایه شوي 

ملګري ملتونه: ۹.۲ میلیون افغانان په اجباري توګه بیځایه شوي 
ملګري ملتونه: ۹.۲ میلیون افغانان په اجباري توګه بیځایه شوي 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په نړۍ کې د افغان کډوالو د وضعیت او د داخلي بې ځایه شویو په اړه ارقام خپاره کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د عالي کمېشنرۍ احصایې ښيي چې شاوخوا نهه اعشاریه دوه میلیونه افغانان په زوره له خپل هیواد او سیمو څخه بې ځایه شوي چې له دې جملې څخه څه باندې ۵،۶ میلیونه یې هغه افغانان دي چې د کډوالو ورته شان وضعیت لري.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې ۳.۲۵ میلیونه افغانان دننه په افغانستان کې بې ځایه شوي دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو دې ادارې د افغانانو د بې ځایه کېدو لاملونه نه دي بیان کړي، خو جګړه، بې روزګاري، د ښه ژوند ترلاسه کولو هڅه او د امنیتی ستونځو په خاطر یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.

د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې دجمهوریت د سقوط څخه وروسته ډېر شمیر افغانان ایران او پاکستان ته تښتېدلي دي.

په ایران کې د افغان مهاجرینو د ملاتړ د یوې موسسې مشرې اصفه ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د رژیم له بدلون وروسته په سلګونو زره افغانانو بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته مخه کړه.

آغلې ستانکزۍ وویل:”د دغو مهاجرتونو په لاملونو کې ډېر اقتصادي، کلتوري، امنیتي او سیاسي عوامل شامل دي او د ښځو پر وړاندې محدودیتونه هم د دغو مهاجرتونو له نورو عواملو څخه دي.”

هغې دا هم وويل چې ډېر هغه افغانان چې په افغانستان کې د دجمهوریت د سقوط څخه وروسته ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي، نه غواړي په دغو هېوادونو کې پاتې شي، بلکې غواړي په موقت ډول په دغو هېوادونو کې ژوند وکړي او بيا اروپا، کاناډا او امريکا ته ولاړ شي.

خو افغان مقامات د افغانانو د مهاجرت اصلي عوامل د لوېديځو هېوادونو له خوا بهر ته د افغانانو هڅونه بولي او وايي، چې د دغو هېوادونو موخه له افغانستان څخه د متخصصو کدرونو وتل دي، څو دغه هېواد د مسلکي کسانو د نشتون له ستونزې سره مخ شي.

د افغانستان د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۰ میاشتو کې له ایران، پاکستان او ځینو اروپايي هېوادونو څخه یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: ۹.۲ میلیون افغانان په اجباري توګه بیځایه شوي "

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*