آیا د مولانا فضل الرحمن سفر به د کابل او اسلام اباد کړکېچ پای ته ورسوي؟

مولانا فضل الرحمن

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه نېټه د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د جنورۍ پر اوومه نېټه (مرغومي ۱۷) له اسلام اباد څخه کابل ته ولاړ.

فضل الرحمن په داسې حال کې افغانستان ته ځي چې د کابل او اسلام اباد د سرپرستو حکومتونو ترمنځ اړیکې سختې کړکېچنې شوي دي. پاکستان د اړیکو د کړکیچن کیدو لوی علت د تحریک طالبان پاکستان وسله وال بریدونه بولي چې د اسلام اباد په ادعا له افغانستان څخه یې ترسره کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو واکمن حکومت دننه پاکستان کې امنیتي پېښې د پاکستان کورنۍ ستونزه بولي.

که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنې ورځ ویلي چې د فضل الرحمن سفر د دغه وزارت سره کومه اړیکه نه لري، خو فضل الرحمن بیا د شنبې ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې کابل ته تر تلو وړاندې یې د پاکستان د ایسټبلشمنټ او چارواکو سره خبرې کړي دي.

شنونکی او خبریال عقیل یوسفزي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د ده، ”اطلاعات دا دي چې مولانا فضل الرحمن تر هغه وروسته افغانستان ته تګ اعلان کړ کله چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین او د کندهار سرپرست والي ملا محمد شیرین اخند په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ پنځمه نېټه (مرغومې ۱۴) له پاکستاني چارواکو سره ولیدل.”

هغه وویل: ”ملا شیرین اخند چې کله د پاکستان له سرپرست خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني سره ملاقات وکړ، نو تر هغه وروسته د پاکستان حکومت د مولانا فضل الرحمن دورې ته د وړاندې تګ غږ وکړ. “

شنونکی عقیل یوسفزی وايي، د اوسنیو اطلاعاتو په بنسټ مولانا فضل الرحمن صاحب به د طالبانو له چارواکو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا په کمولو او د تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې وکړي.

خو په پېښور کې خبریال او لیکوال فخر کاکاخېل له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د فضل الرحمن د سفر موخه یوشمېر روانې لانجې هوارول دي: ”دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو امنیتي شخړو له کبله چې پر یوبل تورونه لګول کېږي، نو په دې اړه د جوړجاړي فضا جوړول او یوه حل-لاره را-اېستل، او له همدې لارې د ټي ټي پي چې کوم وسله وال دي، پر هغوی فشار راوستل دي، او له هغوی سره هم د جوړجاړي یو بندوبست رامینځ ته کول دي. “

فخر کاکاخېل زیاتوي چې فضل الرحمن د ۲۰۲۱ کال تر ۱۵م اګست وروسته په لومړي ځل افغانستان ته سفر کوي، او دی په پاکستان کې د دیوبند مکتب د فکر تر ټولو غټ سیاسي ګوند مشري کوي: ”په پاکستان کې چې څومره مذهبي مدرسې دي، نو په هغه کې د زرګونو په شمېر وسله وال طالبان د دیوبند مکتبه فکر له مدرسو فارغ التحصیل دي. زه دا ګڼم چې د دیوبند مکتبه فکر د یوه عالم په حیث د افغانستان پر طالبانو د مولانا فضل الرحمن یو ښه اثر شته.“

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند یوې پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي چې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن یې کابل ته ځکه وربللی چې د پاکستان په باب د دوی د حکومت دریځ ورته وښيي، او دا چې په افغانستان کې ولس د پاکستان خلاف نه دی.

خو شنونکی عقیل یوسفزی وايي: ”که د ټي ټي پي په اړه په خبرو اترو کې پرمختګ وشو نو بیا کېدای شي چې د مولانا فضل الرحمن سفر د ارزښت او اهمیت وړ وبلل شي، خو ما ته خپله د پرمختګ امکان نه ښکاري. “

منبع

لومړی نظر وکړئ on "آیا د مولانا فضل الرحمن سفر به د کابل او اسلام اباد کړکېچ پای ته ورسوي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*