ميانمار کې موسمي باران ۵ تنه وژلي

په ميانمار کې توپان او سيلابونه شوي دي
په ميانمار کې توپان او سيلابونه شوي دي

د موسمي بارانونو له کبله سيلابونو او خاورې ښويدنو پنځه تنه وژلي او څه نا څه ۴۰ زره تنه مجبوره کړي چې خپل کورونه پرېږدي. دغه خبره د ميانمار يوه چارواکي کړې ده.

د راخين آيالت څخه انځورونو کې ليدل کيږي چې کلي او زراعتي ځمکې د خړو اوبو لاندې کيږي. ميانمار هر کال داسې موسمي بارانونه مشاهده کوي، خو د هوا افراطي حالات په وروستيو اوونيو کې په ټوله نړۍ کې زيات شوي دي.

څېړونکي وايي چې دغه حالات د اقليمي تغييراتو له کبله لا بدتر شوي دي. د ميانمار د ټولنيزې رفاه د مديرې، لای شوې زين او، په خبره په ورستيو بارانونو کې پنځه تنه وژل شوي او له ۳۷ زرو زيات خلک په ميانمار کې له خپلو کورونو څخه تخليه شوي دي چې دغه شمېره د جمعې په ورځ له ۴۰ زرو څخه هم واوښته.په بنګله ديش کې د روهنګيا مهاجرو ۲۰۰۰ کورونه سوځيدلي

هغې دا هم وويل چې »زموږ دپارتمنت هغو کورنيو ته اړين توکي ورکوي چې موقتي کمپونو ته تخليه شوي دي.« سيلابونه د جولای مياشتې په پای کې پيل شول چې د ميانمار نهه آيالتونه يې د راخين، کاچين، کارن، مون او چين آيالت په شمول اغېزمن کړي دي.په میانمار کې هوایې برید لسګونو کسان وژلي دي

په کارن آيالت کې د خاورې ښويېدنې داسې يوه مهمه لويه لاره قطع کړې ده چې د تالينډ سرحد ته څېرمه پرته ده. د پوځي مشرتابه په خبره د يوه موقتي پله جوړول ښايي يوه مياشت وخت ونيسي. په ميانمار کې دامهال د پوځي مشرتابه او داسې وړو ملکي ډلو ترمنځ کړکېچ روان دی چې د پوځ مشري نه مني. د ځايي څارونکو ډلو په خبره د ۲۰۲۱ کال د پوځي کودتا راهيسې له ۳۸۰۰ څخه زيات خلک په دغه کړکېچ کې وژل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ميانمار کې موسمي باران ۵ تنه وژلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*