میدان وردګو کې سېلاب ځپلي د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي

د میدان وردګو ولایت کې په جلریز، نرخ، چک او جغتو ولسوالیو کې د شنبې شپې سېلاب ځپلي وایي، چې سېلابونو یې ټول شته ترې وړي او دا مهال په خورا سخت وضعیت کې ژوند کوي.
دا سېلاب ځپلي له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.
میدان وردګو کې سېلاب ځپلی محب الله وايي:«موږ له نړۍوالې ټولنې او بلخصوص له سرپرست حکومته غواړو چې له دوی سره عاجلې مرستې وکړي چې دوی له دغه بد وضعیته وژغورل شي.»
میدان وردګو کې بل سېلاب ځپلي ګل احمد هم وویل:«دې ځایه ته د «سر سنګچل» سیمه وايي دا ځای د تنګي تر خولې په بشپړه توګه پایمال شوی دی.»
ورته مهال، د میدان وردګو سیمه‌ییز مسوولان د کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو له استازو سره په ګډه ناسته کې، له سېلاب‌ځپلو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړي.
د ميدان وردګو ولایت والي بختيار معاذ وویل:«په دغې برخه کې مو پراخته همکاري غواړو وروڼو! او موږ کوښښ کوو چې نن هم پروا نه کوي ترڅو پورې چې ستاسو سروې برابرېږي.»
د ميدان وردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې چمتوالي رييس فيض الله جلالي هم وايي:«له موسسو او محترمو وروڼو او همکارانو نه غوښتنه دا ده هغه کوم امکانات چې زموږ په وس او توان کې وو، هغه رسېدلي دي؛ اما دغه شی چې دي دا کفایت نه کوي.»
اخوا، د مرستندویه بنسټونو استازي بیا وایي، چې سېلاب ځپلو ته یې اړینې مرستې چمتو کړې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرکزي زون مسوول محمدعمر هاشمي وویل:«هغه کورنۍ چې د سروې په جریان کې په ټولو ولسوالیو کې پيدا کېږي، د هغوی لپاره غیر خوراکي توکي، او همدارنګه خېمې به چمتو کړي.»
د یوه مرستندویه بنسټ استازی عبدالهادي څرګندوي:«پرون زموږ سروې په جلرېز ولسوالۍ او مرکز کې بشپړه شوې ده، موږ ځينې ځيزونه چمتو کړي دي او د وېشلو بهیر به پېل شي.»
د یونسیف استازی کریم الله هم وايي:«پرون له سیمې موږ ته راپور راورسېد چې ځينې ولسوالۍ د څښاک اوبه نه‌لري له دې اړخه ستونزه لري. نن تړون شوی چې درې ټانګره عملاً په درې ولسوالیو کې خپل کار پېلوي.»
ميدان وردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست د وروستيو معلوماتو له مخې د تېرې یک‌شنبې شپې د سېلابونو له امله ۳۰ کسانو ژوند بایللی، ۲۵ ټپيان، ۴ نادرکه او د دې ترڅنګ سلګونه کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "میدان وردګو کې سېلاب ځپلي د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*