ننګرهار کې د ۱۷ رسنیو فعالیت ځنډولو په اړه د ا.ا. په خبرداري د خبریالانو مرکز اندیښنه

Loading

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د ا.ا. د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ننګرهار ولایت کې ۱۷ رسنیو ته خبرداری ورکړی چې که چیرې د کاروونکو فریکونسیو مالیه ورنکړي ددغو رسنیو فعالیت به وځنډوي.

دغه مرکز د دوشنبې د ورځې ناوخته اګست پنځم (زمري ۱۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ا.ا. سیمه ییزو چارواکو دغو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې که چیرې خپله پاتې مالیه ورنکړي ورته به د فعالیت اجازه ورنکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ا.ا. د سیمه ییزو چارواکو غوښتي چې پردغې پریکړې دې له سره غور وکړي.

دغه مرکز ویلي: ” د ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزو منابعو د معلوماتو پر اساس د مخابراتو او ټکنالوژۍ د وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) په دغه ولایت کې د راډیوي او تلویزیوني خصوصي خپرونو د فریکونسۍ د جواز د ځنډولو پریکړه په شفاهي او د مکتوب له لارې د رسنیو مالکانو ته ابلاغ کړې ده”.

اوس مهال د ننګرهار په ولایت کې درې خصوصي تلویزیوني خپرونې د بهار، شرق او ارزښت په نومونو او د بهار، نن، ارزښت، شرق، مزل، صفا، مینه، دوست، منار، مرام، حقیقت، هوډ، سپین غر او الفت په نومونو ۱۴ راډیوي خپرونې فعالیت کوي.

د دې دمخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د ا.ا. د بیا رسیدلو وروسته په دغه ولایت کې د انعکاس خصوصي تلویزیون او د اصلاح او نرګس په نومونو راډیوي خپرونې بندې شوې وې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې تراوسه لا ددغو خصوصي تلویزیوني او راډیوي خپرونو خپرونې نه دي بندې شوې، خو ددغو خپرونو مالکانو دا خبرداری ترلاسه کړی چې که چیرې په بیړني ډول د فعالیت جواز تمدید نکړي دغه رسنۍ به وتړل شي.

دغه مرکز ویلي: ” د سیمه ییزو رسنیو مالکانو په رسمي مکتوب کې د ا.ا. د سیمه ییزې ادارې څخه غوښتي چې دغې ستونزې ته دې حل لار ولټوي او ټاکل شوې چې ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لارې دا موضوع د ا.ا. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړ پوړو چارواکو سره شریکه شي”.

افغانستان کې د سیمه ییزو رسنیو مالکان ناسم اقتصادي وضعیت څخه شکایت لري او وايي چې د دوی عواید ترډیره د سوداګریزو اعلانونو له لارې تامنیدل چې په تیرو نږدې دریو کلنو کې د اقتصادي ستونزو له امله ددغې لارې د رسنیو عواید خورا ټیټ شوي دي او دوی نشي کولای چې په اوسني عاید سره مالیه ورکړي.

ننګرهار ولایت کې ځینو سرچینو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې دغه رسنۍ د یو کال څخه تر لسو کلنو پورې پوروړي دي.

د قوانینو له مخې رسنۍ باید د فریکونسیو جواز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت څخه واخلي او ددې ترڅنګ رسنۍ مکلفې دي چې د اطلاعاتو او فرهنک، صنعت او سوداګرۍ او حتی د ښاروالیو څخه هم جلا جلا د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي چې د ننګرهار په ولایت کې سیمه ییزې راډیوي او تلویزیوني خپرونې باید په کال کې ۱۰۸ زره افغانۍ د جواز د تمدید او ۲۵ ډالره یا شاوخوا ۱۸۰۰ افغانۍ جانبي مصارف تادیه کړي.

دغه مرکز د ا.ا. د حکومت څخه غوښتي چې د سیمه ییزو رسنیو جدي اقتصادي ستونزو ته په کتنې، د رسنیو پورونه دې معاف کړي اود فریکونسۍ د جواز کلنۍ مالیه دې هم له سره وټاکي.

کندهار کې د دوو خبریالانو خوشې کیدل

د افغانستان خبریالانو مرکز په یوه بله خبرپاڼه کې د دوشنبې په ورځ د کندهار په ولایت کې د دوو سیمه ییزو افغان خبریالانو د خوشې خبرهم ورکړی دی.

دغه مرکز په خبرپاڼه کې ویلي چې محمد یار مجروح او محمد ابراهیم محتاج د خوشې کیدو خبر د ا.ا. د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا هم تائید شوی دی. خو ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې دا دواړه خبریالان د خبریالۍ اړوند مسلو په تړاو نه وو نیول شوي.

دغه مرکز ویلي: ” د افغانستان د خبریالانو مرکز د محتاج او مجروح د خوشې څخه د هرکلي په ترڅ کې پر دغو خبریالانو باندې د خبریالۍ د مسلک پرته د تورونو لګول شفاف نه ګڼي او د ا.ا. د سیمه ییزې ادارې څخه غواړي چې د خبریالانو حقونو ته دې درناوی وکړي او پرهغوی د فشار له اچولو څخه دې ډډه وکړي”.

د کندهار ولایت کې د ا.ا. د استخباراتو ریاست ازاد خبریال محمد یار مجروح د چنګاښ د میاشتې په ۲۲ نیولې وو او ددغه ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر ادارې د ملت غږ راډیو خبریال محمد ابراهیم محتاج د زمري د میاشتې په شپږم نیولی وو. دا دواړه خبریالان د دوشنبې په ورځ خوشې شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ننګرهار کې د ۱۷ رسنیو فعالیت ځنډولو په اړه د ا.ا. په خبرداري د خبریالانو مرکز اندیښنه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*