د افغان ښځینه خبریالانو پر وړاندې ننګونې

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر هغه افغان ښځینه خبریالانې له فشار، تهديدونو، بندیزونو، محدودیتونو او توپیرې چلند سره د مخامخ کېدو له امله نورو هېوادونو ته کډوالې شوي، وايي، چې ژوند یې تر سختو کړاوونو لاندې تېرېږي.

د ننګرهار ولايت ناديه مومند چې اوس پاکستان ته کډواله شوې له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل: “تر سخت تهدید لاندې وم، په افغانستان کې څو ځلي پر ما د برید هڅه وشوه خو له ښه بخته بریالي نشول.”

ناديه وايي، چې هغه د لس کسیزې کورنۍ مسؤلیت پر غاړه لري که کار ونکړي کورنۍ به یې څوک ساتي؟

ناديه زياتوي، يو افغان خبريال چې بهرنيو هيوادونو ته ځي د هغوي استعدادونه ضايع کيږي. “دلته راغلم نو هڅه مې وه چې یوې رسنۍ سره به کار وکړم خو زما غږ او زما ستونزې کومې رسنۍ په نظر کې ونه نیولې او ماته یې د رد ځواب راکړ.”

پر ښځينه خبريالانو بنديزونه

د افغانستان د ننګرهار یوه بله خبریاله بصیره مراد چې اوس پاکستان ته کډواله شوې، امريکا غږ ته وویل: “په افغانستان کې ښځينه خبريالانې له نارينه خبريالانو او میلمنو سره خبرې نشي کولای، د ښځينه خبريالانو خپرونو کې د اورېدونکو پر زنګ اورېدو بنديزونه دي. په رسنيو کې دننه د ښځو مخونه پټول کيږي او حجابونه پرې اچول کيږي، ښځې ماسک اچوي چې د يو ساعت او دوه ساعته خپرونو لپاره مخ پټول ډېره لویه ستونزه وي.”

بصیره زياتوي، “موږ مسلمانان يو، په یوه اسلامي هېواد کې رالوی شوي يو، په خپل لباس هم پوهيږو خو پر ښځو خبريالانو دومره محدوديتونه موږ تر ذهني فشار لاندې راولي.”

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې له ۸۰ سلنه څخه زیاتو افغان ښځېنه خبریالانو خپلې دندې پرېښي او په ګڼ شمېر يې نورو هېوادونو ته کډوالې شوي دي.

افغان خبرياله سلګۍ احساس چې د امنيتي ستونزو له امله پاکستان ته کډواله شوې، له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل: “زموږ د سترګو پروړاندې مو ښځينه همکارانې ووژل شوې او د نظام سقوط وروسته پر ما هم وسلوال بريدونه وشول چې د هېواد په پرېښودو يې مجبوره کړم.”

پاکستان کې د ويزو ستونزې

سلګۍ احساس وايي، د ډېرو خبریالانو او مدني فعالانو د پاکستان ويزې ختمې شوي دي، د ويزو هڅه کوي خو رد کيږي، سلګۍ احساس وايي،” زما ويزه ۱۰ ځله رد شوې او اوس په ۱۱ ځل د ويزې لپاره هڅه کوم.”

هغه زياتوي، چې په افغانستان کې خبريالانې د ګوتو په شمېر پاتې دي، ډیرې پکې د کور سر پرستې وې چې اوس له کورنيو سره په کړاو کې ژوند کوي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د یو راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت له خوا څو ورځې وړاندې د رسنیو مسوولینو ته وویل شول چې ښځینه افغان خبریالانې که په رسنیو کې په بشپړه توګه حجاب مراعت نه کړي نو ددې احتمال شته چې د رسنۍ په کار یې بشپړ بندیز ولګول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغان ښځینه خبریالانو پر وړاندې ننګونې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*