داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ افغانستان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر د “افغانستان د بشري حقونو وضعیت” تر سرلیک لاندې په خپل درې میاشتني راپور کې د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ، خپلسري نیولو، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده 

یوناما د پنجشنبې پر ورځ – د غویی دیارلسمه – په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر سپارښتنه یو راپور خپور کړ، چې په د دغو بریدونو له کبله تر ډېره شیعه افغانان له مرګ او ژوبلې سره مخ شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په افغانستان کې د داعش د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.

د دغه راپور له مخې؛ د جنورۍ له شپږمې څخه تر یوولسمې پورې په کابل ښار کې د لاسي بمونو درې چاودنو لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړو ته مر او ژوبله اړولې ده.

د یوناما د څرګدونو له مخې؛ د جنورۍ پر شپږمه د کابل د دشت‌برچي سیمې په یوه مسافر وړونکي بس کې د ماین د چاودنې له کبله پېنځه ملکي وګړي ووژل شول او شل نور ټپیان دي.

دغه راز د جنورۍ پر نهمه د کابل په  الوخېل سیمه کې د افغانستان د محبسونو ریاست د کارکوونکیو پر موټر د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور پیان شول.

په دې راپور کې راغلي؛ د جنورۍ پر یوولسمه هم د کابل د دشت‌برچي اړوند په یوه سوداګریز مارکیټ کې د چاودنې له کبله، چې بڼه یې تر اوسه معلومه نده درې کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

راپور د هم څرګندوي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې د نرینه‌وو په ګډون ښځې او ماشومان هم شته.

د یوناما د موندنو له مخې؛ په کندهار کې د کابل بانک د دفتر مخې ته په برید کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان دي. دا برید د مارچ پر یو‌ویشتمه رامنځته شوی، چې د دې برید پړه هم داعش منلې ده.

باید وویل شي، چې له مارچ راوروسته کابل او هرات د داعش د بریدونو شاهدان ول.

دغه راز په یوه تازه پېښه کې د دوشنبې پر ورځ – د غویی لسمه د داعش وسله‌والو د هرات ګذرې ولسوالۍ د شیعه‌ګانو د جومات پر لمونځ کوونکیو برید وکړ، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې شپږ کسن ووژل او یو بل ټپي شو.

په دغه راپور کې یوناما د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ د وضعیت او په خپل سر نیول او توقیف، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د بښنې له اعلان سره – سره؛ د افغان حکومت د پخوانیو کارکوونکیو پر وړاندې ګواښونه روان دي. د یوناما د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې د مارچ په اتلسمه په خوست ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي او دغه راز په پکتیکا ولایت کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

اسلامي امارت دغه راپور بې بنسټه بولي او څرګندوي، چې د یوناما راپورونه تکراري، له پروپاګند څخه ډک او له اسنادو پرته دي؛ځکه، چې په هېواد کې د ښځو او نرینه‌وو حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې رسنۍ د هېواد د قوانینو او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره فعالیت کوي او د پخوانیو دولتي کارکوونکیو پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ نشته.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی او په هېواد کې یې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت یې بې بنسټه بولي.

د داعش د بریدونو د قربانیانو دغه شمېر په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ډلې فزیکي شتون رد کړی او څرګندوي، چې دغه ډله ځپل شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ افغانستان"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*