
افغان بدنجوړونکی احمد ادریس نوري په بلجیم کې د اتلانو اتل شو
په بلجیم کې مېشت افغان بدنجوړونکي احمد ادریس نوري د دغه هېواد د بدنجوړونې په اتلولیو کې په درېیو بېلابېلو کټګوریو کې د لومړي مقام په خپلولو سره د «اتلانو اتل» لقب ترلاسه کړ.
نوري په دغو سیالیو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې د غوره وړتیاوو په ښودلو سره په درېیو کټګوریو کې لومړی مقام خپل کړ او د خپل ورزشي ژوند یوه مهمه لاسته راوړنه یې ثبت کړه.
نوموړي د کلاسیک فزیک، کلاسیک بدنجوړونې او کلاسیک بدنجوړونې ګېمز په کټګوریو کې اتلولي وګټله او وروسته یې په وروستیو عمومي سیالیو کې هم خپل برلاسي وساتله او د «اتلانو اتل» لقب یې ترلاسه کړ.
د دې بریا په پایله کې، دغه افغان بدنجوړونکي د ۲۰۲۷ کال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د بشپړ مالي ملاتړ دوه بستې ترلاسه کړې دي؛ یوه په اسپانیا کې د اروپا د اتلولیو لپاره او بله په ټایلنډ کې د «مسټر یونیورس» سیالیو لپاره، چې د ټام روتیرز له لوري به یې ملاتړ وشي.
ټاکل شوې چې احمد ادریس نوري د روان زېږدیز کال د نومبر په اوومه نېټه په بلجیم کې د بدنجوړونې د نړیوال فدراسیون (WPF) د یونیورس اتلولیو په سیالیو کې هم ګډون وکړي.
دغه افغان بدنجوړونکي په داسې حال کې د «اتلانو اتل» لقب ترلاسه کړی چې تر دې وړاندې یې هم د بدنجوړونې په بېلابېلو سیالیو کې ګڼ مډالونه او جامونه ګټلي دي.
لومړی نظر وکړئ on "افغان بدنجوړونکی احمد ادریس نوري په بلجیم کې د اتلانو اتل شو"