د کندهار او زابل شاوخوا ۳۰۰ کلي سره یوځای کیږي

💬0

د کندهار او زابل شاوخوا ۳۰۰ کلي سره یوځای کیږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي، د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ به د یوه کلیوالي سړک او ۱۳۱۰ متره استنادي دېوال په وسیله د زابل له میزاني ولسوالۍ سره وتړل شي.

د مسوولینو په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د دواړو ولایتونو له ۳۰۰ زیات کلي سره ونښلول شي.

د دې پروژې ټولیز لګښت ۵۲ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړکونو رییس، محمد قاسم امیني وویل: «موږ شاوخوا ۴۰ سلنې کلي له یو بل سره نښلولي دي. خلکو ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت ټولې ستونزې په پام کې نیولې، خو وخت ته اړتیا ده څو رسېدنه ورته وشي.»

له دې سره هم‌مهاله، د کندهار په سپین بولدک کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کانال د سربند جوړولو چارې هم روانې دي.

ځایي خلک د رغنیزو پروژو د پراختیا سربېره، په خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو د پیاوړتیا غوښتنه کوي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي، امیر محمد وویل: «زموږ د تګ راتګ لارې خرابې دي، ناروغان تر روغتونه نشو رسولی. له اسلامي امارته غواړو چې زموږ دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.»

د میزاني ولسوالۍ اوسېدونکي، ګران وویل: «لارې خرابې دي، کله چې راته ناروغ پیدا شي نو بیا هېڅ هم نشو کولای.»

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین زیاتوي چې د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ لویه لار هم د رغېدو په حال کې ده، چې په جوړېدو سره به یې ریګستان، سپین بولدک او ښورابک ولسوالۍ سره ونښلول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کندهار او زابل شاوخوا ۳۰۰ کلي سره یوځای کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*