وډانټ پټېل: هغه وخت له «طالبانو» سره تعامل کوو چې په ګټه مو وي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن د امریکا د ملي ګټو د ساتنې په پار له اسلامي امارت سره تعامل کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وډانټ پټېل په یوې خبري ناسته کې ویلي چې هېواد یې له دغه فرصته له ترهګرۍ سره د مبارزې او بشري حقونو لپاره هم اخلي.

ښاغلي پټېل ویلي:«کله چې له طالبانو سره زموږ د تعامل خبره راځي، نو موږ به هغه وخت ګډون کوو چې د امریکا په ګټه‌وي. دا نه یوازې د امریکا د ملي ګټو د ساتنې، بلکې د افغانانو د ملاتړ لپاره هم غوره لار ده.»

ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوع‌نیوز ته ویلي چې، اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی دی. اسلامي امارت له پخوا پر دې تمرکز او باور لري چې د سیاسي تعاملاتو او ډيپلوماټیکو اړیکو له لارې کولای شي ټولو موضوع‌ګانو او مسایلو ته مناسبه حل لار پیدا کړي.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي له ټولو هېوادونو سره د اسلامي امارت مثبت تعامل مهم بولي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی هم وايي:«امریکایان غوښتنه لري چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پراینستل شي او کار دې ورکړلی شي او ترڅنګ یې دوی کوم بندیان چې په افغانستان کې لري، که هغه هم ورته ازاد کړل شي نو د امریکا شرط همدا دی چې له افغانستان سره تعامل زیات کړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی طارق فرهادي هم څرګندوي:«هېوادونه د خپل د تعامل کچه د خپلو ګډو پر بنسټ تنظیموي او په ځینو موردونو کې بشري حقونه د هغوی ثانوي ملاحظې وي.»

د اسلامي امارت چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، سرپرست حکومت په سیمه او نړۍ کې د امن او ثبات پلوی دی او هېچاته اجازه نه‌ورکوي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "وډانټ پټېل: هغه وخت له «طالبانو» سره تعامل کوو چې په ګټه مو وي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*