ننګرهار کې له ۲ میاشتو راهیسې ۱۵ تنه سیند کې د لامبو وهلو له امله مړه شوي

💬0

ننګرهار کې له ۲ میاشتو راهیسې ۱۵ تنه سیند کې د لامبو وهلو له امله مړه شوي

د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې له تېرو ۲ میاشتو راهیسې د لامبو وهلو پر مهال ۱۵ تنه مړه شوي دي. 

د دغو پېښو ډېری قربانیان هغه واړه ماشومان دي چې له کورونو را وځي او د لامبو له مهارت پرته په خونړیو سیندونو کې لامبي. 
 
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون و ویل: «په تیرو دوو میاشتو کې د جلال اباد ښار تر څنګ یو شمیر ولسوالیو کې نږدې ۱۵ کسانو سیند کې د لامبلو پر مهال خپل ژوند بایللی دی. موږ له هغو خلکو جدي غوښتنه کوو چې کورونه یې د سیند تر څنګ دي چې باید پر خپلو اولادونو پام وکړي او سیند ته یې د لامبو لپاره پرېنږدي.»

تازه د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ درې تنکي ماشومان د بهسودو ولسوالۍ په بهراباد سیمه کې د سیند اوبو وړي دي. 

د قرباني شویو ماشومانو د کورنۍ غړي وایي، د دوو ماشومانو جسدونه یوه ورځ وروسته وموندل شول؛ خو د درېیم ماشوم جسد تر درېیو ورځو هڅو وروسته وموندل شو.

د قرباني شویو ماشومانو د کورنۍ غړي، عظمت الله جبارخیل و ویل: «د سیند خواته میلې لپاره تللي وو، یوه غوښتل چې ولامبي، هغه اوبو په مخه کړی و چې بل هم ورپسې سیند ته دانګلي څو هغه و ژغوري، خو دی هم سیند ډوب کړی او درېیم کس هم ورپسې سیند ته وردانګلي او داسې څلورم هم دانګلي دي. د درېیو جسدونه ورک و، دوه بیا د شنبې په ورځ پیدا شول او یو جسد بیا نن پيدا شو او څلورم ماشوم زخمي دی اوس یې وضعیت ښه دی.»

د قرباني شویو ماشومانو د کورۍ بل غړي، زاهد الله و ویل: «دا زما خوریان دي کله چې سیند یوړل او جسدونه یې ورک و نو په پیدا کېدو کې سخت په تکلیف شوو.»

د ننګرهار اوسېدونکي هم د دغه راز پرله‌پسې پېښو له امله سخت اندېښمن دي او له اړونده ادارو غواړي چې په سیمه کې منظمې ګزمې پیل کړي او خلک دې په سیندونو کې له لامبو وهلو منع کړي، څو د نورو ماشومانو او خلکو ژوند و ژغورل شي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي، الفت و ویل: «زموږ پر کور ماتم خپور دی، زما د خاله زوی همدا دوه هلکان درلودل او یو یې خوریې وو غوښتنه مو دا ده چې د دغسې پېښو مخینوی وشي.»

د جلال اباد ښار بل اوسېدونکي، عیسی خان و ویل: «دا مهال لسګونه ماشومان په سیند کې لامبي او په لامبلو پوهیږي هم نه، که سیند یې یوسي د جسد په موندلو کې ورسره د کورنۍ تر څنګ حکومت هم په تکلیف کې وي.»

تېر کال هم د اوړي په موسم کې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان د سیند په اوبو کې د لامبو پرمهال مړه شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ننګرهار کې له ۲ میاشتو راهیسې ۱۵ تنه سیند کې د لامبو وهلو له امله مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*