نن د کب نهمه د سرتېري ملي ورځ ده

نن د کب نهمه د سرتېري له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وړاندې به په دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شانداره غونډې جوړېدې او خلکو به سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول.

خو د طالبانو له واکمنېدو سره، په افغانستان کې د پخوانیو سرتېرو ژوند له ګواښونو سره مخ شو.

خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ملي سرتېرو د ملاتړ بنسټ د شمېرو له مخې، یوازې ایران ته شاوخوا ۱۵۰۰۰ دغه سرتېري له خپلو کورنیو سره تښتېدلي دي.

د افغان سرتېرو د ملاتړ بنسټ وایي، چې د جمهورت پر مهال د ۲۰۲۱ کال جون میاشتې پورې د وژل شویو ملي سرتېرو ۷۵۵۴۴ او د ۱۴۵۷۸ معلوله سرتېري له دوی سره ثبت شوي دي؛ خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د پخوانیو وژل شویو سرتېرو په اړه کره شمېرې په لاس کې نشته.

د دغه بنسټ مشر محمد سلیم وردک افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې اوس‌مهال د وژل شویو سرتېرو کورنۍ او ماشومان په بد وضعیت کې ژوند کوي.
د هغه په وینا، د بشري مرستو په وېش کې هم له دوی سره سلیقوي چلند شوی چې اوس‌مهال ان په خپل هېواد کې له بشري ناورین او امنیتي ستونزو سره مخ دي.
ښاغلی وردک د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې د افغانستان په اړه په تېرو وروستیو ناستو کې د دغو سرتېرو د وضعیت په اړه بې غوري شوې ده او په دې اړه تراوسه هیڅ دغو ملي مسلو ته پاملرنه نه ده شوې.
د راپورونو له مخې، اوس‌مهال د تېر حکومت پوځیان او کارکوونکي د طالبانو په هغو تورو لېستونو کې دي چې ورته د طالبانو په حکومت کې دنده نه ورکوي.
یو پخوانی سرتېری د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي:« څو ځلې مې د کار لپاره انټریو ورکړه؛ خو دوی په وروستي پړاو کې موږ استخباراتو ته معرفي کوي او هلته زموږ ټولې پخوانۍ دندې څېړل کېږي.»
هغه وایي، دغه کار میاشتې، میاشتې وخت نیسي او په پای کې هم موږ په دندو نه ګومارل کېږو.
تېر کال په اګسټ میاشت کې یوناما د ۸۰۰ پخوانیو سرتېرو د ورکېدو او وژل کېدو راپور خپور کړی و؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور رد کړی و.
تر دې وړاندې د لړم په ۲۷مه شاوخوا ۵۰۰۰ پخوانیو سرتېرو هم د امریکا کانګرس ته پرانیستی لیک استولی و.
په دغه لیک کې د افغانستان دننه، ایران او پاکستان کې د پخوانیو پوځیانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه شوې وه.
له بل پلوه د شنبه‌های ارغواني غورځنګ مشره مریم معروف اروین افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پخواني سرتېري ترټولو ډېر زیان منوونکي کسان دي، چې یوشمېر یې په دې توانیدلي چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.
د هغې په وینا:« دوی ته تر هرڅه د مخه د هغوی امنیت لومړیتوب لري، چې په دې کې یې ډېری په ناقانونه لارو ګاونډیو هېوادونو ته تللي او اوس د هغو هېوادونو څخه د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.»
له بل پلوه د پخوانیو سرتېرو د ملاتړ کمیټې د مالوماتو له مخې، نړۍواله ټولنه او د افغانستان خلکو د پخوانیو سرتېرو قربانۍ بابېزه ګڼي.
د دوی په وینا، د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو لوی شمېر پخواني سرتېري جوړوي.
خو د تېر حکومت پرمهال هم د سرتېرو د تنخواوو او نورو امتیازاتو کې د هغوی ستونزې خورا ډېرې وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نن د کب نهمه د سرتېري ملي ورځ ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*