د افغانستان او پاکستان ترمنځ نن د کرېکټ یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه کېږي‌

ټاکلې نن په شري لنکا کې د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن د کرېکټ د دریو یو روځینو لوبو لړۍ پیل شي.

ننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین پر ۲ بجې د شري لنکا په سویلي همبانتوتا ښار کې پیلېږي.

د سوپرکولا جام په نوم د دې لوبلړۍ کوربتوب افغانستان کوي.

د افغانستان کرېکټ د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي، لوبغاړي یې دغو لوبو ته په لوړه روحیه بشپړ چمتووالی لري.

ټاکلې د دې لوبلړۍ دویمه لوبه هم بل سبا (د اکست ۲۴مه) همدغه همبانتوتا کې او دریمه د اګست پر ۲۶مه د شري لنکا پلازمېنه کولمبو کې وشي.

Cricket

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبلړۍ داسې مهال پلان شوې چې ورپسې را روانو میاشتو کې د اسیا جام او ‌ نړیوال جام مهمې سیالۍ هم را روانې دي.پ

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ‌بورډ‌ونو چارواکي‌ هیله من دي‌ چې دا لوبلړۍ به راتلونکو سیالیو ته د دوی د لوبډلو چمتووالي کې مرسته وکړي.

د یادونې ده چې د اسیا جام سیالۍ هم د روانې اګست میاشتې په وروستیو کې پيلېږي.‌

د ویډیو تشریح، د پاکستان او افغانستان د يو ورځنيو لوبو لړۍ سې شنبې پیلېږي

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه په خپلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ نه ده کړې خو څلور ځله یو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شوې او څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

د دوی وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې وه.‌

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو یوه لړۍ د روان کال په مارچ میاشت کې وشوه،‌ چې افغانستان ۲-۱ وګټله.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان او پاکستان ترمنځ نن د کرېکټ یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه کېږي‌"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*