
نورستان؛ قربانیانو سره د خواخوږۍ څپه او د نویو سېلابونو خبرداری
د نورستان د مرکز پارون ښار مرګونو سېلابونو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي، د اسلامي امارت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت، اروپايي ټولنې، په کابل کې د جاپان سفیر، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د سېلابځپلو وضعیت ته یې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د جاپان سفیر، کنیچي ماساموتو، ویلي دي: «په نورستان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله، چې زموږ یو شمېر افغان وروڼه او خویندې یې مړه او ټپیان کړي، سخت خواشینی شوم. د دغې پېښې قربانیانو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم او زړه او فکر مې د هغوی له کورنیو سره دی. له زړه هیله لرم چې ټول زیانمن شوي ژر روغ شي او د بیارغونې چارې هم په چټکۍ سره پرمخ ولاړې شي.»
د دفاع وزارت د لوی درستیز دفتر هم ویلي: «د دفاع وزارت لوی درستیز به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د زیانمنو شویو وضعیت ته د رسېدنې، له هغوی سره د مرستې او د متضررو کورنیو د ملاتړ لپاره هېڅ راز هڅه ونه سپموي.»
په همدې حال کې، د هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تندر او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل شوی دی.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې رییس، محمد نسیم مرادي، وایي: «د هېواد په ختیځو، شمال ختیځو، سوېل ختیځو او مرکزي سیمو کې د تندر او برېښنا سره د نسبتاً شدیدو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو احتمال شته.»
کارپوهان وایي، د احتمالي تلفاتو د مخنیوي لپاره باید د هواپېژندنې ادارې خبرداریو ته جدي پاملرنه وشي، له خطرناکو سیمو خلک پر وخت وایستل شي او اړوندې ادارې د لا زیات چمتووالي او اغېزمنې همغږۍ له لارې د مرستو بهیر پیاوړی کړي.
د چاپېریال ساتنې فعال، عبدالباسط رحیمي، وایي: «موږ د سیندونو په تل او د سېلابونو په لارو کې ژوند کوو. ځنګلونو ته پاملرنه نه کېږي او همدا په خپله داسې شرایط رامنځته کوي چې د سېلابونو لامل ګرځي.»
افغانستان په وروستیو کلونو کې څو ځله د ویجاړوونکو سېلابونو شاهد پاتې شوی؛ هغه طبیعي پېښې چې هر کال د ګڼو هېوادوالو ژوند اخلي او پراخ مالي زیانونه اړوي.
د وروستیو مرګونو سېلابونو له امله، چې تېره ورځ په نورستان کې راوتلي، د لومړنیو شمېرو له مخې ۲۳ کسان مړه، ۸۰ نور ټپیان شوي او تر سلو ډېر کسان لا هم نادرکه دي.
لومړی نظر وکړئ on "نورستان؛ قربانیانو سره د خواخوږۍ څپه او د نویو سېلابونو خبرداری"