نوې ارزونه: د افغانستان په ۵۳ سلنه سیمو کې خوارځواکي زیاته شوې

💬0

نوې ارزونه: د افغانستان په ۵۳ سلنه سیمو کې خوارځواکي زیاته شوې

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د «ریچ» (REACH) سازمان په تازه ارزونه کې راغلي، د افغانستان په ۵۳ سلنه ارزول شویو سیمو کې د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي او په ۴۴ سلنه دغو سیمو کې د تېرو درېیو میاشتو په پرتله د خوارځواکۍ پېښې دوه برابره شوې دي.

د راپور له مخې، د خوارځواکۍ تر ټولو ډېره کچه په پنجشېر، فاریاب او لغمان ولایتونو کې ثبت شوې ده. راپور زیاتوي، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د کورنیو د عاید کمښت د دې لامل شوی چې ګڼې کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی ونه لري.

د ارزونې له مخې، یو شمېر کورنۍ د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ شوې دي خپل مالونه وپلوري. همدارنګه، وروستیو سېلابونو د ګڼو کورنیو کورونو ته زیان رسولی او اقتصادي ستونزې لا هم د خلکو د بې‌ځایه کېدو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.

په همدې حال کې، پر خوارځواکۍ د یوه اخته ماشوم مور، صدیقه، وایي فقر، ناروغي او د کافي خوړو نشتوالي یې د دې لامل شوي چې خپل ماشوم ته مناسبه تغذیه برابر نه کړي.

هغې وویل: «زه خپله هم ناروغه یم، په ټایفایډ اخته یم. ماشوم ته شیدې نه شم ورکولای، ځکه بدن مې لړزېږي. کله چې خپله د خوړلو لپاره څه ونه لرم، خپل ماشوم هم نه شم تغذیه کولای.»

بل لور ته، د عامې روغتیا وزارت وایي، د خوارځواکۍ پر ناروغو ماشومانو او میندو د درملنې او ملاتړ پروګرامونه په ټول هېواد کې دوام لري. د وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې نږدې درې میلیونه کسان په خوارځواکۍ اخته دي.

په ورته وخت کې، یو شمېر ډاکټران له ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

ډاکټر ساجد جمیل څمکني وویل: «له روغتیا نړۍوال سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او یونیسف څخه غواړو چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې همکاري او مالي ملاتړ زیات کړي.»

د «ریچ» د ارزونې له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان چې د هېواد نږدې نیمایي نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري؛ هغه وضعیت چې ښيي د خوړو ناامنۍ او اقتصادي ستونزې لا هم د افغانانو له سترو ننګونو څخه دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نوې ارزونه: د افغانستان په ۵۳ سلنه سیمو کې خوارځواکي زیاته شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*