افغانستان د کرېکټ نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه؛ نوین الحق، عمرزی او علي خېل هم پکې دي

د افغانستان کرېکټ بورډ د یو ورځنیو سیالیو راتلونکي نړیوال جام لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې په کې لږ تر لږه درې چټک توپ اچونکي هم غوره شوې دي.

په اعلان شوې نوملړ کې ښکاري چې د فضل حق فاروقي تر څنګ بل افغان چټک توپ اچونکی نوین الحق له یوه اوږده ځنډ وروسته د یو ورځنیو سیالیو لپاره غوره شوی، د هغه تر څنګ د عبدالرحمان نوم هم ښکاري.

افغان کرېکټ بورډ په توپ وهنه کې ریاض حسن هم اخیستی چې د افغانستان په ګټه یې لومړی لوبه ۲۰۲۲ کې د نېدرلېنډ خلاف کړې او تېره میاشت یې د پاکستان خلاف یوه لوبه کې هم د اوپنر په حیث ولوبېده او ۳۴ منډې یې کړې وې.

کرېکټ

اکرام علي خیل چې د ګربز د ناجوړیدو په صورت کې د وېکټ ساتنې رول هم لوبولی شي له نسبتا اوږده ځنډ وروسته لوبډلې ته ګرځیدلی دی.

په را روان نړیوال جام کې به د افغان لوبډلې لوبډلمشر حمشت الله شهیدي وي او کرېکټ بورډ ویلي غوراوي کمېټې د نړیوال جام سیالیو لپاره لاندې لوبغاړي اعلان کړي چې د هېواد غوره استازیتوب وکړي.

کرېکټ

په اعلان شوې نوملړ کې د افغانستان یو پخوانی الراونډر بالر ګلبدین نایب چې تېر یو ورځنی نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلمشر و په اضافي لوبغاړو کې ځای پر ځای شوی دی.

فرید احمد او شرف الدین اشرف هم په دغو لوبغاړو کې دي چې د اړتیا په وخت کې د افغانستان د لوبډلې برخه ګرځیدی شي.

د کرېکټ نړیوالې شورا “ای‌سي‌سي” لخوا په اعلان شوې مهالوېش کې ښکاري چې د نړیوال جام لوبې به د اکتوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې د تېر نړیوال جام د پایلوبې ګټونکي انګلنډ او ماتې خوړونکي نېوزلنډۍ ترمنځ پر لوبه پیل شي.

د افغانستان په ګډون د لسو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام دا سیالۍ به بیا د نومبر میاشتې تر ۱۹مې روانې وي.

د اعلان شوې مهالوېش له مخې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۷مه له بنګله دېش سره کوي، خو له هغې مخکې له شري لنکا او سویلي افریقا سره دوه تمریناتي سیالۍ هم لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان د کرېکټ نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه؛ نوین الحق، عمرزی او علي خېل هم پکې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*