
نړۍ کې د نفتو بیې راټیټې شوې؛ افغانستان کې بیې پر خپل حال پاتې دي
سره له دې چې په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې راکمې شوې دي، په افغانستان کې اوسېدونکي او موټرچلوونکي وایي چې د نفتو او ګازو بیې لا هم لوړې دي او د نړیوالو نرخونو د کمېدو اغېز په کورنیو بازارونو کې په څرګند ډول نه ترسترګو کېږي.
د خلکو او موټرچلوونکو په وینا، که څه هم بیې لږ څه راټیټې شوې دي، خو دا کموالی د اقتصادي فشار د کمولو لپاره بسنه نه کوي.
د کابل اوسېدونکي عبدالصمد وویل: «پخوا به مو یو کیلو ګاز په ۳۵ تر ۴۰ افغانیو اخیست، خو اوس یې بیه ۵۶ تر ۵۷ افغانیو ته لوړه شوې او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.»
اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې یو لیټر ډیزل په ۶۶ افغانیو، پټرول په ۶۵ افغانیو او یو کیلو مایع ګاز په ۵۶ افغانیو پلورل کېږي.
د بیو کموالی یوازې د نفتو په برخه کې نږدې یو افغانۍ او د ګازو په برخه کې درې افغانۍ ثبت شوی دی.
موټرچلوونکي امید وویل: «د تېلو او ګازو بیې لا هم لوړې دي. که نرخونه راکم نه شي، موږ به اړ شو خپل کار او فعالیت ودروو.»
بل موټرچلوونکي جمال هم وویل: «له حکومت او سوداګرو غواړو چې د تېلو او ګازو بیې راکمې کړي، ځکه خلک په دغو بیو د اخیستو توان نه لري.»
په ورته وخت کې اقتصادي شنونکي وایي، د نفتو او ګازو د نړیوالو بیو کمېدل باید په کورنیو بازارونو کې هم انعکاس ومومي.
اقتصادي شنونکي شمسالرحمن احمدزي وویل: «هغه نفتي مواد چې اوس په بازار کې شته، مخکې وارد شوي دي؛ خو هیله لرو چې د نړیوالو نرخونو له کمېدو سره په افغانستان کې هم د تېلو او ګازو بیې راټیټې شي.»
بلخوا، د اسلامي امارت چارواکي وایي چې په هېواد کې د بیو د راکمولو لپاره هڅې روانې دي.
د افغان نفت او ګاز شرکت ویاند کوچي یوسفزي وویل: «موږ په بازار کې د سونتوکو د بیو د بدلون او کمېدو شاهدان یو. انشاءالله هڅه کوو چې د تېلو او ګازو بیې نورې هم راکمې شي.»
افغانستان د خپلو اړتیاوو ډېره برخه نفت او ګاز له ګاونډیو هېوادونو واردوي، او په منځني ختیځ کې وروستیو تحولاتو د سونتوکو په ګډون د لومړنیو توکو پر بیو منفي اغېز کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "نړۍ کې د نفتو بیې راټیټې شوې؛ افغانستان کې بیې پر خپل حال پاتې دي"