کرېکټ؛ افغانستان څنګه د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وتلی شي؟

نیمه پایلوبې افغانستان د کرېکټ په روان نړیوال جام کې وار له مخه تاریخ جوړ کړی او د انګلنډ، پاکستان او شري لنکا ماتولو سره یې د ډېرو مینه والو هیلې پوره کړې، خو داسې نښې نښانې شته چې افغان لوبډله په دې نړیوال جام کې خپل ګډون لا تاریخي او یادګاري کړي.

د نړیوال جام سیالۍ چې دا مهال په کې ډېرو لوبدلو شپږ یا ۷ لوبې کړې له جالب او زړه راښکونکي حالته تېرېږي، داسې چې د هرې لوبډلې بری یا ماته له خپل وضعیت ور ها خوا د بلې لوبډلې په مقام هم اغېز کوي، ځکه نو ځينې لوبډلې که د خپلې بريا دعا کوي، د بل د بري خیر هم غواړي.

افغانستان تر دې دمه شپږ لوبې کړې او له دریو تاریخي بریاوو سره شپږ مهم پواینټونه لري، همدې شپږو نمبرو د افغانستان د مخته تګ هیلې ژوندۍ ساتلي خو پوښتنه دا ده چې افغانستان څنګه نیمه پایلې ته رسیدلی شي؟

د افغان لوبډلې اوسنۍ مقام

کرېکټ
د عکس تشریح، لوبغاړي د پاکستان خلاف په تاریخي بریا خوشحالي کوي

افغانستان دا مهال د نمبرو په جدول کې په شپږم ځای دی او لږ تر لږه له انګلنډ، بنګله دېش، نیدرلنډز او شري لنکا نیمه پایلوبې ته څه نږدې ښکاري.

د نړیوال جام له لسو ګډونوالو لوبډلو به د سر څلور لوبډلې نیمه پایلوبه کې له یوه بل سره د اتلولۍ جام ګټلو لپاره لوبېږي.

افغان لوبډله اوس شپږ پوانیټونه لري دوی د ۱۲ پواینټونو جوړولو چانس لري که څه هم سخته به وي خو ناممکنه نه.

په دې صورت کې باید افغانستان پاتې ټولې لوبې چې له نیدلینډز ، اسټرالیا او سویلي افریقا سره دي وګټي، دا تر ټولو ښه حالت دی او نیمې پایلوبې ته د افغان لوبډلې د رسېدو اسانه او هواره لار خو که داسې نشي له دوه بریاوو او لسو نمبرو سره هم د مخته تګ چانس لري.

د افغان لوبډلې تېرو لوبو ته په کتو فکر کېږي چې افغانستان اوس هر چاته ماته ورکولې شي خو له پاتې لوبو نیدرلینډز ورته په ښکاره اسانه هدف برېښي.

کرېکټ
د عکس تشریح، د سویلي افریقا لخوا د نیوزیلنډ له سختې ماتې وروسته نیمه پایلوبې ته د افغانستان او پاکستان د رسېدو هیلې لا ټوکېدلې

د افغانستان د مخته تګ یا پاتې کېدو اټکل به د جمعې په ورځ له نیدرلینډز سره له لوبې وروسته لا واضح شي.

افغان لوبډله که دا لوبه وګټي او ورپسې بل سیال هم مات کړي له لسو نومبرو سره به د نیمې پایلوبې په مهمه سیالۍ کې شریک شي که څه هم د بري او ماتو د منډو اوسط به هم خپل اغېز لري.

دا مهال هند له ۱۲ پواینټونو، سویلي افریقا له لسو هغو سره بل پړاو ته نږدې شوې او پاتې هره لوبډله به د لسو یا له هغو د ډېرو پواېنټونو جوړولو هڅه کوي چې د نیمه پایلوبې له حسابه پاتې نشي.

د نورو لوبډلو لوبې او پر افغانستان یې اغېز

کرېکټ

د افغانستان له خپلو لوبو ور ها خوا د پرمختګ لپاره باید ځينې نورې لوبډلې لوبې وبایلي او ځینې هغو ته د بري هیلې وي.

د بېلګې په ډول نن چې نیوزیلینډ له سویلي افریقا څنګه لوبه وبایلله نیمه پایلوبې ته یې د افغانستان د تلو لار لا پرانېسته ځکه چې دا لوبډله له ننۍ ماتې سره د جدول څلورم ځای ته ښکته شوه د نیوزېلنډ له له ښکته کېدو سره د افغانستان تر څنګ د پاکستان هیلې هم ټوکیدلې چې د جدول د سر په څلورو لوبډلو کې راشي.

د دې تر څنګ اسټرالیا درېیم مقام ته ځان ورساوه او له دې بري وروسته له انګلنډ، افغانستان او بنګله دېش سره یې لوبې پاتې.

اسټرالیا که څومره ماتې خورې د افغانستان د مخته تګ چانس ورسره ډېریږي که څه هم د اسټرالیا تېرو لوبو ته په کتو د پاتې لوبو د اسانه ګټل کېدو اټکل ډېر کیږي.

کرېکټ

له دې ور ها خوا د پاکستان خلاف به بیا د نیوزیلنډ بری د افغانستان په ګټه وي. په همدې دول د پاکستان بله لوبه له انګلنډ سره ده که هغه هم بایلي افغانستان به د مخته تګ لا چانس ولري.

د داسې او هسې کیدو داستان لوی او څه پیچلی دی ځکه څو نورې لوبډلې هم مطرح دي خو مهمه دا ده چې افغانستان له پاتې لوبو څو یې وګتي او لږ تر لږه په روان نړیوال جام کې خپل ګډون لا ویاړلی او تاریخي کړي.

“له پاکستان څخه افغانستان نیمه پایلوبې ته نږدې دی”

کرېکټ
د عکس تشریح، پاکستان له اووه لوبو سره شپږ پواینټونه لري او افغانسان له شپږو لوبو سره شپږ پواینټونه

په نړیوال جام کې د پاکستان پاتې لوبې له نیوزلنډ او انګلنډ سره دي دوی له اووه لوبو سره شپږ پواینټونه لري او افغانسان له شپږو لوبو سره شپږ پواینټونه.

ډېر فکر کیږي چې پاکستان ممکن په دواړو سیالیو کې له سرخوږي سره مخ وي او یا یې شاید له انګلنډه چې لوبډله یې په ښه وضعیت کې نده لوبه وګټي خو باالعکس د افغانستان په اړه بیا فکر دا دی چې اته پواینټونه په اسانه جوړولی شي خو د دوه نورو بریاوو هیلې یې هم نه دي ماتې.

د برياوو ور ها خوا افغانستان به هڅه کوي چې له نیدرلېنډه لوبه د منډو یا وېکټو په ښه توپیر وګټي چې د رنځونو اوسط یې پیاوړی شي.

کرېکټ

نیمه پایلوبې ته د تګ له هیلو تر څنګ به افغان لوبډله هڅه کوي چې د نوملړ په اووه لومړیو لوبډلو کې خپل ځان وساتي دا ځکه چې د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي د نړیوال جام د سر اوه لوبډلې او کوربه پاکستان به د اتلانو اتلولۍ (چمپیین لیګ) کې د لوبیدو چانس ولري.

دا سیالۍ د نړۍ د اته غوره لوبډلو تر منځ په ۲۰۲۵م کال کې په پاکستان کې پلان دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ؛ افغانستان څنګه د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وتلی شي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*