ترکیه کې د هغو کډوالو دپاره ځانګړې هدیرې جوړې شوي چې اروپا ته پر لاره مري

د ترکیې حکومت د دغه هیواد په وان ښار کې د هغو کډوالو دپاره هدیرې ځانګړي کړي دي چې اروپا ته پر لار مړه کیږي.

د وان ښار په څنډو کې په دغو دوو هدیرو کې د قبرونو پر ډبرو باندې د نومونو پر ځای د مړو شویو کډوالو د پیژندنې شمیرې لیکل شوي دي.

په سیمه کې د کډولو د چارو فعالان وایي، په دې هدیرو کې په سلګونو هغه کډوال ښخ دي چې مړي یې د ترکیې پولیسو موندلي دي. فعالانو اندېښنه ښودلې چې له ترکیې څخه اروپا ته پر لار د مړو شویو کډوالو اصلي شمېره ښايي تر دې ډیره زیاته وي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران، پاکستان او ترکیې ته کډه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت تېره میاشت وویل چې په تیر یو کال کې د ۸۰۰ افغان کډوالو جسدونه، چې په مختلفو هیوادونو کې په مختلفو پیښو کې یې ژوند له لاسه ورکړی و، افغانستان ته انتقال شوي دي.

هدیرې

دا مطلب هم ولولئ

د بالکان په خطرناکې لارې اروپا ته د یو تللي افغان داستان

په ترکیه کې د کډوالو د حقونو فعال واحد امیني په دغه هېواد کې کډوالو ته ځانګړیو شویو هدیرو ته په اشارې وویل: “دا هغه ځوانان دي چې مړي یې د ترکيې د پولیسو لاس ته ورغلي دي او دلته یې خاورو ته سپارلي دي. مګر د ګڼ شمیر نورو کسانو مړي چې په لارو کې ځناورو خوړلي او یا په واورو کې ورک شوي دي. د هغوی پوښتنه نه ده شوې.”

له ترکیې څخه اروپا ته په غیر قانوني توګه تلونکي کډوال د لارو له سختیو سربېره د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

افغان کډوال سيد زمان سادات وايي، د لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو پولیس او سرحد ساتونکي، کډوال ځوروي، وهي ټکوي يې او ان د ټوپک په ګولیو یې په نښه کوي.

هغه خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ: “ډزې ښه ډیرې وې. ډیر هلکان یې ونیول، وهل ټکول ډیر زیات وو، د چا پښه د چا لاس. مقصد حالات ډیر خراب وو. موږ چې کله وان ته راتلو، په لاره کې کمین ووهلو. زما ملګری له پاڼ نه وغورځید.”

د اروپا د سرحدونو د امنیت اداره وايي په روان میلادي کال کې اروپایي هیوادونو ته د کډوالو تګ دوه چنده ډیر شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا په نړۍ کې څه باندې ۵۰ زره کډوال د ښه ژوند په لټه کې مړه شویدي.

هدیرې

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ترکیه کې د هغو کډوالو دپاره ځانګړې هدیرې جوړې شوي چې اروپا ته پر لاره مري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*