
هرات ښار کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت تر ځمکې لاندې بازار جوړیږي
د هرات ښاروالۍ وایي، هرات ښار کې یې د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت تر ځمکې لاندې د یوه بازار د جوړولو چارې پیل کړې دي.
دغه بازار به د هرات ښار د مرکزي سړک لاندې، د حوزوي روغتون د دروازې مخې ته په دوو پوړونو کې د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شي.
د هرات ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي رییس، محمد ایوب سیف الجهاد و ویل: «د حوزوي روغتون مخې ته تر ځمکې لاندې پلي لارې پروژه د ۴۹ مترو په اوږدوالي او ۴۲ مترو په پلنوالي، پر څه باندې دوه زره متره مربع ځمکه، په دوو پوړونو کې جوړیږي، چې یو پوړ به سوداګریز او بل به په عصري امکاناتو سمبال د موټرو تمځای وي.»
د دې بازار یو پوړ به د لابراتوارونو او درملتونونو لپاره ځانګړی شي.
پر دې سربېره، یوه برخه به یې د خلکو د تګ راتګ لپاره د پلي تګلارې په توګه هم وکارول شي، څو د ټرافیکي ګڼې ګوڼې کچه راکمه شي.
د پروژې د مسوولینو په خبره، دغه پروژه کې به شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د پروژې قراردادي، نذیر احمد نوري و ویل: «د پروژې طرحه داسې ده چې چارې به یې په ټاکلي وخت کې بشپړې کړو. لومړی به د سړک سویلي لوری بشپړ او د ټرافیکو پر مخ پرانیزو او وروسته به د سړک د شمالي لوري د جوړولو چارې پیل کړو. دا پروژه په دوو پړاوونو کې عملي کیږي او همدې ته په پام، بشپړېدل یې ډېر وخت ته اړتیا لري.»
د دې پروژې له پیل سره په هرات ښار کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه زیاته شوې او خلک له مسوولینو غواړي چې د یادې پروژې چارې چټکې کړي.
د هرات اوسېدونکي، عبدالصابر کریمي و ویل: «د ښاروالۍ پروژې ډېر وخت نیسي. هر څومره چې ژر بشپړې شي، د خلکو ستونزې به هم هماغومره ژر کمې شي. اوس د حوزوي روغتون مخې ته د پلي لارې د جوړېدو له امله خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي، هلته ډېره ګڼه ګوڼه ده او ناروغان هم په اسانۍ روغتون ته نه شي رسېدلی.»
تر ځمکې لاندې د دغه بازار د جوړولو موخه دا ده چې لابراتوارونه او درملتونونه د هرات حوزوي روغتون ته نږدې او په منظم ډول ځای پر ځای شي، څو ناروغانو ته اسانتیاوې برابرې شي.
دغه راز د پلي تګ لار د ترافیکي ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ د کمولو لپاره جوړیږي.
لومړی نظر وکړئ on "هرات ښار کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت تر ځمکې لاندې بازار جوړیږي"