
هرات کې د یوې ښځې له لوري د جوړې شوې کارخونې تولیدات بهر ته صادریږي
هرات کې یوې ښځې د سینګار توکو د تولیدي کارخونې په جوړولو سره له شلو ډېرو ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
حمېدې عمري دا کارخونه شاوخوا یو کال وړاندې د ۵ زره افغانیو په پانګونې سره جوړه کړې او اوس یې تولیدات د امریکا، فرانسې او ایران په ګډون ډېرو هېوادونو ته صادریږي.
حمیده عمري د خپل کاروبار په اړه وایي: «زموږ پېرودونکي د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او همدارنګه د ایران، امریکا او فرانسې په ګډون په بهر کې مېشت افغانان دي.»
د سینګار توکو د تولیدي کارخونې کارکوونکې، عزیزې هاشمي و ویل: «زموږ تولیدات ډېر لږ وو، له یوې کوچنۍ اندازې مو پیل وکړ او ورو ورو مو پرمختګ وکړ. هغو مېرمنو چې زموږ محصولات یې کارولي، ډېر ښه هرکلی یې کړی دی.»
په دې کارخونه کې له درملیزو بوټو ۱۲ ډوله سینګار توکي جوړیږي.
د کارخونې کارکوونکې، ناهید و ویل: «دلته ټولې ښځې یوځای کار کوو. هیله لرو چې په همدې ځای کې لا ډېر پرمختګ وکړو.»
د دې کارخونې ډېری کارکوونکې د خپلو کورنیو د لګښتونو مسوولیت پر غاړه لري.
دوی وایي، خوښې دي چې دې کارخونه کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.
کارکوونکې، سعیده و ویل: «په دې شرکت کې د کار لپاره معاش اخلم او د کور لګښتونه پرې پوره کوم.»
بلې کارکوونکې، عسل و ویل: «زما هیله دا ده چې ښځو ته د کار ډېر فرصتونه برابر شي او هغه ښځې چې بېکاره دي، په کار بوختې شي.»
حمیده عمري په هرات کې له هغو سلګونو ښځو ده چې په وروستیو کلونو کې یې سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.
د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې له زرو ډېرو ښځو او نجونو سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې، چې زرګونه نورو ښځو او نجونو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د یوې ښځې له لوري د جوړې شوې کارخونې تولیدات بهر ته صادریږي"