هرات کې له تېرو ۵ کلونو راهیسې د ۴۰ زره روږدو درملنه شوې

💬0

هرات کې له تېرو ۵ کلونو راهیسې د ۴۰ زره روږدو درملنه شوې

د هرات امنیه قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وایي چې له تېرو شاوخوا ۵ کلونو راهیسې دغه ولایت کې له ۴۰ زرو د زیاتو روږدو درملنه شوې ده.

د مسوولینو په خبره، اوس مهال هم هرات کې د روږدو په ځانګړي درملیز روغتون کې نږدې ۴ زره روږدي تر درملنې لاندې دي.

د هرات امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر، حیات ‌الله روحاني و ویل: «زموږ شمېرې ښيي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، په هرات کې د ۴۰ زره روږدو درملنه شوې ده.»

تازه هرات کې ۲۵۰ روږدي تر درملنې وروسته عادي ژوند ته ستانه او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

دغه رغېدلي کسان وايي چې له روږدتیا کرکه لري او نور نه غواړي نشه‌يي توکي وکاروي.

دوی له حکومته د کار زمینې د برابرولو غوښتنه کوي.

رغېدلي، فرهاد و ویل: «روږدتیا نوره بس ده. له ځوانۍ تر بوډاتوبه او بیا تر کومه؟ زه اولادونه لرم او پرېکړه مې کړې چې بیا به د نشه‌یي توکو خوا ته نه ځم.»

بل رغېدلي، صفی ‌الله و ویل: «موږ ته دې د کار زمینه برابره شي، څو دا ټول ځوانان بیا روږدي نه شي او د خپلو کورنیو لپاره نفقه پیدا کړای شي.»

په ورته مهال، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت او د سرې میاشتې ټولنې له ۷۰۰ زیاتو هغو بې‌ وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړې چې مخکې یې سوالګري کوله.

د سرې میاشتې ټولنې استازي، عبدالماجد خادمي و ویل: «دغه کسان به د دولت تر دوامدار ملاتړ لاندې وي، څو بیا سوالګرۍ ته مخه نه کړي او د خلکو وخت ضایع او هغوی ونه ځوروي.»

بې‌ وزله، ګلدسته وایي: «زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، خیر دې و ویني چې له موږ سره یې مرسته وکړه. زموږ اته کسیزه کورنۍ ده او یوازې زه ګټیالۍ یم. زه کونډه ښځه یم او د کور کرایه او د ژوند ټولې ستونزې زما پر غاړه دي.»

د مسوولینو په خبره، هره ورځ له هرات ښار او ولسوالیو په نشه یي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره راټولوي او له کورنیو یې تضمین اخلي څو بیا روږدي نه شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هرات کې له تېرو ۵ کلونو راهیسې د ۴۰ زره روږدو درملنه شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*