هسپانیا په افغانستان کې د یو برید قربانیانو ته تاوان ورکوي

د مادرید یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۸) وویل، د هسپانیا حکومت ته یې حکم کړی چې د هغو پولیسو کورنیو ته تاوان ورکړي چې په ۲۰۱۵ کال کې په کابل کې د هسپانیا سفارت ته څېرمه په یو برید کې وژل شوي وو.

د کابل په شیرپور کې د هسپانیا سفارت ته څېرمه پر یو میلمستون باندې د موټر بم په برید کې دوه هسپانوي پولیس، د هغوی څلور افغان همکاران او د میلمستون یو کارکوونکی وژل شوي وو. محکمې د پنجشنبې په ورځ ددې برید پړه پر امنیتي ناکامیو واچوله.

افغان ځانګړو ځواکونو له دې برید وروسته له بریدګرو سره څو ساعته جګړه وکړه. په دې جګړه کې چې د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ، څلور بریدګر ووژل شول.

وسله والو ا.ا.د بريد مسئوليت په غاړه واخیست.

دا مطلب هم ولولئ

کابل کې پر میلمستون برید اوه تنه وژلي

د اودینسیا ناسیونال محکمې د جولای څلورمې نیټې حکم، د هسپانیا حکومت “د برید له امله د رامنځته شوي زیان مالي مسؤل” ګڼلی دی.

د مادرید دې محکمې حکومت ته امر کړی چې د وژل شویو کسانو کورنیو ته له ۱۲۸ زرو یورو څخه تر ۲۲۹ زره یورو پورې تاوان ورکړي.

له برید وروسته د هسپانیا په سفیر ایمیلیو پیریز دې اګریدا او د هغه پر مرستیال باندې تورونه پورې شول چې د سفارت د امنیت په اړه خبرتیاوې یې له پامه غورځولي دي.

خو په ۲۰۱۷ کې د هسپانیا یوې محکمې د هغوی په خلاف د “بې پروایئ او وژنې” شکایت رد کړ، او پریکړه یې وکړه چې د سفارت امنیت د دوی مسؤلیت نه بلکې د هسپانیا د دنده وه.

د محکمې لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې سفارت ته د متوجه امنیتي خطرونو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو خو هسپانوي چارواکي يې په اړه په اقدام کولو کې پاتې راغلي وو.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*