
هېواد کې د لمریزې برېښنا پر څه باندې ۲۰ پروژو کار روان دی
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید پر څه باندې ۲۰ پروژو کار روان دی چې ټولیز ظرفیت یې ۸۳۴ مېګاواټه دی.
د دغه شرکت د ویاند په خبره، دا پروژې د نږدې اته میلیارده افغانیو په ارزښت په کابل، پروان، لوګر، خوست، هرات، لغمان، غزني، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې پلي کیږي او تر راتلونکو دوو یا درېیو کلونو به بشپړې شي.
ځینې دغه پروژې په لوګر کې د ۴۰ مېګاواټه، بلخ کې د ۴۰ مېګاواټه، ننګرهار کې د ۴۰ مېګاواټه، کابل کې د ۷۰ مېګاواټه او پروان کې د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید دي.
برېښنا شرکت زیاتوي چې د نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا کولای شي پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه راکمه او د دوامدارې برېښنا د برابرولو زمینه برابره کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حقپرست په دې اړه و ویل: «د پروژو لومړني کارونه له شپږو تر اوو میاشتو وخت نیسي؛ خو د عملي کار له پیلېدو وروسته د پروژې بشپړېدل تر یوه کال پورې وخت نیسي. د لمریزې برېښنا پروژې د کار د سادهوالي له امله کم وخت نیسي او ژر بشپړېږي.»
اقتصادي شنونکي هم وایي، افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري.
د دوی په باور، له دې ظرفیته د ګټې اخیستنې لپاره د پانګونې راجلبول، د برېښنا د لېږد شبکو جوړول او د اړوندو ادارو له لوري د تولید شوې برېښنا د پېر تضمین مهم دي.
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا و ویل: «که په هېواد کې پر لمریزې برېښنا ډېره پانګونه وشي، هم به ډېرې فابریکې جوړې شي او هم به د لا ډېرې پانګونې د راجلبولو زمینه برابره شي؛ خو دا کار هغه مهال شونی دی چې د لمریزې برېښنا د پراختیا لپاره یوه ستراتیژیکه طرحه جوړه شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالظهور مدبر و ویل: «افغانستان ۳۰۰ لمریزې ورځې لري او موږ کولای شو له لمریزې انرژۍ تر ۲۲۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړو. دا ظرفیت کولای شي هېواد د برېښنا د تولید په برخه کې پر ځان بسیا کړي او ترڅنګ یې نورو هېوادونو ته د برېښنا د صادراتو زمینه هم برابره کړي.»
افغانستان اوس د خپلې اړتیا وړ برېښنا لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي او د لمریزې انرژۍ د پروژو پراختیا پر وارداتي برېښنا د تکیې د کمولو یوه لار کېدای شي.
لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د لمریزې برېښنا پر څه باندې ۲۰ پروژو کار روان دی"