هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د ګوزڼ ضد واکسینو لومړنی ملي کمپاین پیل شو

💬0

هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د ګوزڼ ضد واکسینو لومړنی ملي کمپاین پیل شو

د ۲۰۲۶ کال د ګوزڼ ضد واکسینو لومړی ملي کمپاین نن (شنبه، د وري ۲۲مه) د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي په حضور کې پیل شو.

دغه کمپاین د نړۍوالو بنسټونو په ملاتړ د روان زیږیز کال د اپرېل له ۱۳مې تر ۱۶مې پورې، د درېیو ورځو لپاره په ټول هېواد کې پلی کېږي، چې په ترڅ کې به شاوخوا ۱۲.۶ میلیونه د پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کمپاین په ډایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له امله ځنډول شوی او په غور کې به یوه اونۍ وروسته ترسره شي.

نورجلال جلالي و ویل: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو همکارانو سره ژمن دی چې په افغانستان کې د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیسي. موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو او د پولیو واکسینو کمپاین او نور اړین روغتیایي خدمتونو به تر هغه دوام ورکړو، څو دا ناروغي په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.»

ښاغلي جلالي د ټولنې له ټولو قشرونو، په ځانګړي ډول د دیني عالمانو، قومي مشرانو او والدینو وغوښتل چې د ګوزڼ ضد واکسین له ټیمونو ملاتړ وکړي او د دې ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې فعاله ونډه واخلي، څو د افغانستان د ماشومانو روغتیا او ژوند خوندي شي.

وزارت زیاته کړې چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به د ۶ تر ۵۹ میاشتو ماشومانو ته د «A» ویټامین هم ورکړ شي، چې د سترګو، پوستکي د روغتیا او د معافیت سیستم د پیاوړتیا لپاره مهم دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د ګوزڼ ضد واکسینو لومړنی ملي کمپاین پیل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*