
هېواد کې له بېکارۍ د خلکو شکایتونه او اندېښنې
بېوزلي او بېکاري په افغانستان کې یوه جدي اقتصادي او ټولنیزه ستونزه ګرځېدلې ده.
اوس مهال ډېر ځوانان د کار موندلو لپاره لویو ښارونو ته راځي چې د سمنګان اوسېدونکی سیدمهدي هم یو له همدغو ځوانانو څخه دی.
هغه ۳۲ کلن دی او کابل ته د کار موندلو لپاره راغلی څو وکولای شي د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي؛ خو له ډېرو هڅو سره سره لا هم نه دی توانېدلی چې کار پیدا کړي.
سیدمهدي وايي: «هلته کار نشته او هېچا ته کار نه پیدا کېږي. یو شمېر کسان چې مجبوره دي، کار کوي. زه خپله د کار لپاره کابل ته راغلی یم، ښايي دلته وضعیت ښه وي، خو دلته هم کار نه پیدا کېږي.»
یو شمېر نور هېوادوال هم وایي چې د کاري فرصتونو نشتوالی ځوانان دې ته اړ باسي چې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ فکر وکړي.
هېوادوال، په ځانګړي ډول ځوانه طبقه له حکومت غواړي، چې د اوږد مهاله کاري فرصتونو پیدا کولو کې جدي ګامونه واخلي.
د کابل اوسېدونکی، سیدحیدر وايي: «حکومت باید پام وکړي او یوه فابریکه یا شرکت جوړ کړي، څو زموږ ځوانان له دې وضعیت څخه خلاص شي او پر کار بوخت شي.»
شفیعالله هم ورته نظر لري: «له حکومته غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه اوس مهال کار نشته او موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»
اقتصادي شنونکي وایي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتوالی جدي پلان جوړونې او په تولیدي او بنسټیزو برخو کې پانګونې ته اړتیا لري.
اقتصادي شنونکي، مجتبی عسکري وویل: «هر هېواد چې وکولای شي په بېلابېلو برخو، که په صنعت کې وي او که په زیربناوو کې، ډېره پانګونه وکړي، په هماغه اندازه زموږ ځوانانو ته د کار ډېر فرصتونه برابرولی شي.»
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وایي چې د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري په دې اړه وویل: «د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د کارموندنې او بنسټیزو پروژو له لارې د کار زیاتوالی، همدارنګه د خصوصي سکټور هڅونه او د کوچنیو او منځنیو صنعتونو ملاتړ، د بېوزلۍ او بېکارۍ د کمولو لپاره زموږ له پالیسیو څخه دي.»
د یادونې ده چې دا اوسنۍ ستونزه نه؛ بلکې له اوږدې مودې راهیسې افغانان د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت لري.
لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې له بېکارۍ د خلکو شکایتونه او اندېښنې"