
وروستیو ورښتونو د برېښنا بندونو اوبه ډېرې کړې او د انرژۍ تولید یې ښه کړی
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، وروستیو ورښتونو د برېښنا بندونو د اوبو کچه د پام وړ لوړه کړې ده چې له امله یې د برېښنا تولید زیات شوی دی.
د دغه شرکت ویاند، محمد صادق حقپرست طلوعنیوز ته ویلي، د برېښنا بندونو نږدې ۹۰ سلنه اړتیا له اوبو څخه پوره کېږي او له همدې امله د برېښنا تولید ډېر شوی او خلکو ته د برېښنا رسونې وضعیت هم ښه شوی دی.
د برېښنا شرکت ویاند، محمد صادق حقپرست ویلي: «په تېرو ۱۷ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې دومره زیات اورښتونه وشول چې له امله یې د برېښنا بندونه له اوبو ډک شول، د برېښنا تولید زیات شو او خلکو ته د برېښنا رسونه هم ښه شوه.»
په ورته مهال، ځینې هېوادوال د برېښنا وضعیت له نسبي ښهوالي هرکلی کوي؛ خو وايي چې لا هم په ځینو سیمو کې د برېښنا کمښت او پرچاوي شته.
د کابل اوسېدونکی، صدام وايي: «برېښنا د پخوا په پرتله ښه شوې ده، خو لا هم اړتیا ده چې دې برخې ته زیاته پاملرنه وشي، ځکه یو شمېر اوسېدونکي لا هم د برېښنا له پرچاویو سره مخ دي.»
د کابل اوسېدونکی، ګلالرحمن وايي: «په اوړي کې د برېښنا پرچاوي زیاتېږي، زموږ غوښتنه له برېښنا شرکت او مسوولینو څخه دا ده چې د دې ستونزې د کمولو لپاره هڅې وکړي.»
بل لور ته، یو شمېر اقتصادي شنونکی وايي چې د اوبیزې برېښنا د تولید زیاتوالی کولی شي د لګښتونو په کمولو، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په ښهوالي او د خلکو د برېښنايي اړتیاوو په ښه پوره کولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رشتیا وايي: «د برېښنا د تولید زیاتوالی او د بندونو جوړېدل کولی شي زموږ له کرنې سره مرسته وکړي او همدارنګه د هېواد د انرژۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت هم د اوبیزو سرچینو د لا ښه مدیریت او په هېواد کې د برېښنا د تولید د ظرفیت لوړولو لپاره د هڅو د دوام خبر ورکړی وو.
لومړی نظر وکړئ on "وروستیو ورښتونو د برېښنا بندونو اوبه ډېرې کړې او د انرژۍ تولید یې ښه کړی"