وزیرستان کې د نښتو پر مهال څلور پاکستاني سرتیري او ۶ وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د یوې نښتې پر مهال څلور سرتیري او شپږ وسله وال وژل شوي دي.

پاکستانیو رسنیو د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په حواله خبر ورکړی چې دا نښته د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۲۷مه، دشمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې شوې وه.

سرچینې زیاته کړې ، یوه ډله وسله والو هلته پر امنیتي پوستې بری کړی و، چې له بریده وروسته په رامنځته شوې نښته کې درې سرتیري او شپږ وسله وال ووژل شول.

د پاکستان پوځ ویلي چې په وژل شویو وسله والو کسانو کې د حضرت زمان خاورې په نامه هغه تن هم شامل دی چې په ډېرو ترهګریزو بریدونو کې یې لاس درلود.

بلخوا امنیتي سرچینو ویلي چې په سویلي وزیرستان کې هم د یوې نښتې پر مهال د پاکستان د پوڅ یو سرتیری وژل شوی دی.

په جنوبي او شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا بریدونو کې څلور پاکستاني پوځیان په هلاکت رسیدلي دي.

د امنیتي سرچینو وینا ده د برید په نتیجه کې یې په څارنه ګومارل شوي درې پاکستان پوځیان وژل شوي. د برید په ځواب کې امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره اغېزمنه سیمه په ګیره کې اخستې ده.

‎د دوی وینا ده د پلټنې پراخ عملیات اوس د پرمختګ په حال کې دي او هڅه کوي دا ناپېژندلي کسان د قانون منګولو ته راکش کړي او د علاقې امنیت خوندیتوب ډاډمن کړي.

تر دې مهاله د دې پېښې ذمه داري چا په غاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې زیاتره بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلې دي.

په شمالي وزیرستان کې د تېرو درو میاشتو راهسې د اتمازو قامي جرګې احتحاج دوام لري چې پکې دوی د هدفي پېښو کې د ځايي خلکو د وژلو د مخه نیولو غوښتنې ترڅنګ د علاقې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

‎د احتجاجي غونډو پرمهال اتمازۍ جرګې مشران د ناامنۍ په پېښو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په مخ کې پرته چېلنجونه او د دوامداره څارنې اړتیا په ګوته کوي. د اوتمانزو جرګه وايي له حکومت او امنیتي ادارو هیله کیږي چې د هدفي برید په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي چې تر سره کوونکي یې د قانون منګولو ته وسپاري او په راتلونکي کې د دا ډول پیښو مخه ونیسي.

رپورټونه وايي په دې وروستیو کې د اتمانزو جرګې مشرانو او انتظامیې تر منځ په دې اړه دا خبرې شوې دي چې انتظامیه یې تاییدوي.

د انتظامیې د مشر مرستیال کمیشنر ظهور افریدي له دفتر جاري شوي خبر کې ویل شوي تېره اوونۍ د دوی تر منځ خبرې په مثبت ارخ روانې شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "وزیرستان کې د نښتو پر مهال څلور پاکستاني سرتیري او ۶ وسله وال وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*