ولې افراطيت ته د پاکستاني ځوانانو تمايل پر ډیريدو دی؟

ولې افراطيت ته د پاکستاني ځوانانو تمايل پر ډیريدو دی؟
ولې افراطيت ته د پاکستاني ځوانانو تمايل پر ډیريدو دی؟

په پاکستان کي پر لږکیو د مذهبي ډلو په خونړیو بریدونو کي د تنکيو ځوانانو شمېره لوړه ده.د ارواح پوهانو په وینا، په تنکيو ځوانانو کې پر خپلو احساساتو نه کنترول د دې باعث کيږي چې د دوی له دې کمروزۍ څخه افراطي ډلې ګټه اخلي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په جړانواله سیمه کي تیره میاشت پر عیسوي لږکیو د مسلمانانو په برید کي یو زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او دې پيښي یوار بیا په پاکستان کي دین ته له سپکاوي سره تړلو ترینګليو قانونو ته پاملرنه واړوله.

دا تاو تریخجنه پېښه هغه وخت وسوه، چي د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرانکریم یو څو څیري سوي پاڼي د عیسویانو د اوسیدو سیمي ته نژدې وموندل سوې، ویل کیږي، چي پر یادو پاڼو یوچا سپکي جملې لیکلي وې.

په پاکستان کې، چي اکثره وګړي يې مسلمانان دي دغسي تورونه د افراطیت بریدونو ته لار هوار وي.

خو د بشري حقونو فعالان، ټولنیز کارپوهان او له یادو پيښو څخه اغیزمن کسان وايي، په ورته بریدونو کي د هلکانو او تنکیو نارینه ځوانانو ونډه هېښوونکې او غیري معمولي ده.

په جړانواله کلي کي د عیسی نګري سیمي اوسیدونکی ۴۴ کلن عیسوی اصف محمود وايي: «ان د څوارلسو کالو هلکان لاهم په دغه برید کي شامل ول، هغوی پر کورونو بریدونه کول او کورونه يې سوځول، زما خپل کور هم لوټ سوی دی، بریدګرو دوې بزې، یو لپ ټاپ کمپیوټر او یو څه زر هم غلا کړي دي.»

د اصف محمود په خبره په دې بریدګرو کي تر ۵۰ سلنه تنکي ځوانان او کم عمره هلکان شامل ول.

د پولیسو یو سیمه ییز مشر هم په دغه قهرجنه ډله کي د تنکيو ځوانانو ګډون مني، د پولیسو دغه مشر د نوم نه څرګندولو په شرط وايي: «دا خبره بیخي سمه ده، چي پر ۱۶م اګسټ د عیسویانو پر کورونو په چور او تالان کي ډېری هلکانو او تنکيو ځوانانو ونډه درلوده.»

د اصف محمود په اند، کرکه دومره غښتلې وه، چي بریدګرو داسي سیمي لاهم په نخښه کړې، چي هلته مذهب ته دسپکاوي پېښه نه وه سوې، نوموړی زیاتوي، د بریدګرو له کرکي ډکي هغه نارې به يې هیڅ وخت هیري نه سي. 

د خواخوږۍ او د پښېمانۍ احساس لږوالی

په ځینو بریدونو کي، چي به تنکیو ځوانانو د لږکیو کورونه چورول، نو همهاله به يې په لوړ اواز خندل، ذهني روغتیاپالان او مسلکي کسان وايي، ددغسي کسانو له کړنو څخه څرګندیږي، چي دوی څومره په طبي اصطلاح «کنډکټ ډس ارډر» باندي چې د چلند د برخې اختلال او يوه روانی ناروغي ده، اخته دي.

په اسلام ابادکي دیو ارواح پوه ضوفشان قریشي په قول، داسي کړني ددې نخښه ده، چي له اغیزمنو کسانو سره خواخوږي او د پښېمانۍ احساس مخ پر ځوړ دی. 

نوموړي له ډویچه ویله سره د خبرو پرمهال وویل: «په دغسي پېښو کي له قوانیو سرغړونه، انسانانو او حیواناتو ته تاوان رسول، دکورونو او سامانونو په له منځه وړولو او چورولو سره په پيښو کي لاس لرونکي کسان خوند او ډاډ ترلاسه کوي.»

په اسلام اباد کي یو تن ټولنیز فعال او ارواح پوه بشیرحسین شاه، ډویچه ویله ته وویل، دا لومړی ځل نه دی بلکي د ۲۰۲۱کال د پنجاب په سیالکوټ سیمه کي یو سریلنکايي اسلام ته د سپکاوي د وژني په قضیه کي هم زیاتو تنکیو ځوانانو لاس درلودی.

دبشیرحسین په قول، تنکیو ځوانانو پر لږکیو باندي په نورو بریدونو کي هم ونډه درلوده، چي په دې وروستیو اونیو او میاشتو کي پکې په ډرامايي ډول زیاتوالی راغلی دی.

اروايي سببونه

د ضوفشان قریشي په خبره، په دې کي ځیني اروايي سببونه دي، چي تنکي ځوانان دغسي کرکجنو بریدونو ته هڅول کیږي، د ادراک په کچه دې ته « تور او سپين فکر» ویل کیږي، چي د تنکۍ ځوانۍ پر مهال ځان راښکاره کوي.

اروا پوه قریشي زیاتوي، تنکي ځوانانپه بشپړه ډول پوخوالي ته نه وي رسیدلي او دوی د ژوند دومره تجربه نه لري، چي د سم او ناسم ترمنځ پرېکړه وکړي،هغه وايي: «په دغسي عمر کي په ډېري اسانۍ سره کیدلای سي، چي تنکي ځوانان قانوني سرغړونو ته چمتو کړل سي.»

د افراطي مذهبي ډلو رول څه دی؟

يو شمیر مذهبي ډلې د بیلګي په ډول د تحریک لبیک پاکستان«ټي ایل پي» ډله تورنه ده، چي تنکي ځوانان افراطیت ته هڅوي، ټولنیز فعال او اروا پوه بشیرحسین شاه وايي: «ټي ایل پي اوونیزي ناستي، میاشتیزي مذهبي غونډي اود بېلا بیلومذهبي شخصیتونو داسي کالیزې غونډي جوړوي، چي د یو زیات شمیر تنکيو ځوانان پام ځان ته جلبوي، دوی په دې ډول تنکي ځوانان افراطي کوي او بیا يې د لږکیو په وړاندي کاروي. »

پر ټولنیزو رسنیو هم د افراطي ډلو پیاوړی فعالیت

بشیر حسین شاه وايي، په لکونو خلکد ټي ایل پي د خدای بخښلي مشر خادم رضوي او اوسني مشر سعد رضوي احساساتي ویناوي اوري: «هغه چي پر ایکس او فېسبوک کوم پوسټونه خپروي، له دې څخه معلومیږي، چي هغوی په دې ډول ځوانان افراطیت ته هڅوي، ځکه مذهبي ډلي پوهیږي، چي ځوانان د مبارزې توان لري، موږڅو واري دغسي څه لیدلي دي، نو همدا سبب دی، چي یادي ډلي د ځوانانو له ځواک څخه په ګټه اخیستلو سره قانوني ادارې او کارکوونکي يې ګواښي.»

په پاکستان کي د يوه غير دولتي سازمان «هیومن رائټس کمېشن آف پاکستان» مشره زهره یوسف په دې اند ده، چي دا ډېره د تشویش خبره ده او پر هیواد دومره اغیز کولاي سي، چي څوک يې فکر لا نه سی کولای.

دې ډویچه ویله ته وویل:« دا ډېره بدمرغي ده، چي ځوان فکرونه د مذهبي لږکیو په وړاندي کرکجن او بې حوصلې روزل کیږي، په پاکستان کي د خلکو راغونډول ډېره اسان دي، یوازي له مسجد څخه یو اعلان ته اړتیا ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ولې افراطيت ته د پاکستاني ځوانانو تمايل پر ډیريدو دی؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*