
ونزویلا کې د زلزلو د قربانیانو شمېر له ۱۴۰۰ اوښتی دی
ونزویلا کې له دوو زورورو زلزلو څلور ورځې وروسته د دې پېښې د قربانیانو شمېر ۱۴۳۰ تنو ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې له ۳۲۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي او زرګونه کورنۍ هم زیانمنې شوې دي.
په همدې حال کې، د ژغورنې نړۍوالو ډلو، د امریکايي ځواکونو او ځايي اوروژونکو په ګډون، یو ۹ میاشتنی ماشوم او مور یې ژوندي له کنډوالو را ایستل شوي دي.
د ژغورنې د ډلې مشر، جولیو بوخاکا ویلي: «موږ د هغوی غږونه په نږدې واټن کې اورېدلي دي. هغوی ښه دي او هڅه کوو یو سوری جوړ کړو، څو اوبه او لږ خواړه ور ورسوو، د هغوی وضعیت معلوم کړو او لاره نوره هم خلاصه کړو، ترڅو هغوی ته ورسېږو.»
د ونزویلا چارواکو ویلي، د لټون او ژغورنې پراخ عملیات لا هم دوام لري او سلګونو پسلړزو د ژغورنې چارې لا ستونزمنې کړې دي.
د چارواکو په وینا، زرګونه کورني او بهرني ژغورونکي په زیانمنو سیمو کې په کار بوخت دي او دغو سیمو ته خوراکي توکي، درمل او نور اړین تجهیزات لېږدول شوي دي.
خو د قربانیانو کورنۍ په ځینو سیمو کې د کنډوالو د پاکولو لپاره د درنو ماشینونو له کمښت څخه شکایت کوي.
د یوه نادرکه شوي کس خپلوانې، انا آنچتا ویلي: «موږ هېڅ درانه ماشینونه نه لرو. ډېر ژغورونکي راغلي او هر یو خپله هڅه کوي، خو موږ ماشینونو ته اړتیا لرو. همکاري باید زیاته شي، او تر ټولو مهمه دا چې درنو ماشینونو ته اړتیا ده، ځکه دا کنډوالې ډېرې درنې دي او په لاس یې نه شي لېږدولای.»
له بلې خوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان اټکل کړی چې دغو مرګونو زلزلو د شاوخوا ۶.۸ میلیونه کسانو پر ژوند اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له دې پېښې وروسته تر ۵۰ زرو ډېر کسان لا هم نادرکه دي.
لومړی نظر وکړئ on "ونزویلا کې د زلزلو د قربانیانو شمېر له ۱۴۰۰ اوښتی دی"