ووټل: ډاریږم امریکا افغانستان کې د القاعده د ګواښ د غبرګون لپاره بیرته سیمې ته ولاړه شي

په افغانستان کې د القاعده شبکې د مخ پر ودې حضور او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په غبرګون کې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پخوانی قوماندان جوزف ووټل وايي، هغه ویره لري چې متحده ایالات کیدای شي پداسې وضعیت کې واقع شي چې د القاعده ددغه ګواښ پر وړاندې د غبرګون لپاره بیرته سیمې ته مخه کړي.

ووټل په افغانستان کې د القاعدې ډلې فعاليتونه “ډېر د اندېښنې وړ” وبلل او ويې ويل چې له افغانستان څخه د امريکا له وتلو سره دا اندېښنه وه چې طالبان به خپلې ژمنې پوره نه کړي او د القاعدې په څېر ډلې به بيا د را ژوندي کیدو او حتی د افغانستان له پولو بهر ته د تروریزم د صادرولو توان ومومي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یو نوي راپور کې چې تېره اوونۍ خپور شو، ویل شوي چې القاعده په افغانستان کې د اتو نویو تعلیمي مرکزونو د جوړولو ترڅنګ، په پنجشیر ولایت کې د وسلو یو ډیپو جوړ کړی دی.

جوزف ووټل د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل: “زه ویره لرم چې بالاخره به موږ (امریکا) په داسې حالت کې راشو چې د القاعدې او تر یوه حده د طالبانو پر وړاندې د عمل لپاره بیرته (سیمې ته) ولاړ شو.”

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو راپور پروپاګند بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې هیڅ یو غړی نشته.

په ورته وخت کې د امریکا د ملي امنیت شورا د ملګرو ملتونو د دې راپور په غبرګون کې امریکا غږ ته وویل چې القاعده په افغانستان او نورو هېوادونو کې په یو “ډیر محدود” سازمان اوښتی دی او د متحده ایالاتو د ګواښ توان نلري.

خو د (سنتکام) پخوانی قوماندان جوزف ووټل وايي چې په عراق کې تجربې ښودلې چې “که پر دغو سازمانونو فشارونه دوام ونه کړي، بیا وده کوي او کله چې (ترهګر سازمانونه) بیرته راشي، نو د لومړي ځل په پرتله ډیر بد وي.”

په دې مرکه کې جوزف ووټل د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونو ته هم اشاره کړې او دغه ډله یې د پاکستان لپاره د پام وړ ګواښ بللی دی.

هغه وويل: “پاکستان یقیناً د خپلې حکومتدارۍ په برخه کې له ډېرو ننګونو سره مخامخ دى. په داسې حالت کې د ټي ټي پي په څېر سازمانونه کولى شي وده وکړي تر څو هغه حکومتونه چې داخلي ستونزې لري، له ګواښ سره مخامخ کړي.”

د ملګرو ملتونو په راپور کې د القاعده ډلې ترڅنګ د تحریک طالبان پاکستان د ډلې ګواښونو ته هم اشاره شوې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ووټل: ډاریږم امریکا افغانستان کې د القاعده د ګواښ د غبرګون لپاره بیرته سیمې ته ولاړه شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*